ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې یو طالب قوماندان وژل شوى

ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې یو طالب قوماندان وژل شوى

author avatar
26 May 2018 - 12:10
ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې یو طالب قوماندان وژل شوى
author avatar
26 May 2018 - 12:10

جلال اباد (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۷): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ملي اردو دغه راز د ننګرهار په بټي کوټ او د لغمان په اليشنګ ولسواليو کې هم د خپلو ځواکونو د عملياتو خبره کوي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري د غبرګولي په ۵مه پژواک اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مربوطات کې هوايي بريد ترسره کړی دی.

دی وايي، په ياد بريد کې درې طالبان وژل شوي او پټنځای يې هم له منځه وړل شوی دی.

بلخوا د ملي دفاع وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو نظامي قوماندان ګل محمد سنګري له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې سنګري د ځانمرګي بريدونو، يرغليزو بريدونو، ماينونو اېښودو او نورو ورانکاريو کې لاس درلود.

د يو بل خبر له مخې، د ملي اردو ځواکونو له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې د قهر سېلاب نمبر۵ عملياتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يو شمېر کلي له وسله والو پاک کړي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ياد مسوول وايي چې د دغو عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونه د وسله والو له مقاومت سره نه دي مخ او کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

دغه راز شېرين اقا فقيري د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ کې هم د قهر سېلاب نمبر١ عملياتو د پيل خبر ورکوي.

دی وايي، ياد عمليات نن سهار د ګډو افغان ځواکونو له لوري پيل شوي او موخه يې هم په ياده سيمه کې ټاکنو ته زمينه برابرول دي.

بلخوا د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.