د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو په هرات کې د سړک جوړونې شرکت څلور کارکوونکي وژلي

وسله والو په هرات کې د سړک جوړونې شرکت څلور کارکوونکي وژلي

May 26, 2018 - 15:46

هرات (پژواک،۵غبرګولی۹۷): د هرات امنيتي سرچينې وايي، وسله والو کسانو د ياد ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د سړک جوړونې يوه شرکت څلور کارکوونکي وژلي دي.

د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو کسانو نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ياد ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په زوري سيمه کې د سړک جوړونې يوه شرکت پر کارکوونکو بريد کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په ياد بريد کې د دغه شرکت څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

د هرات د پوليسو وياند په دې اړه نور جزئيات په ډاګه نه کړل.

د شينډنډ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد وويل چې وسله والو کسانو چې سراچه موټر هم ورسره وو، د يادې ولسوالۍ په بازار کې يې د سړک جوړونې شرکت څلور کارکوونکي ووژل.

نوموړي زياته کړه چې دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې پر کار لګيا وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement