ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني هندیانو ته: راشد خان هېچا ته نه ورکوو

ولسمشر غني هندیانو ته: راشد خان هېچا ته نه ورکوو

author avatar
26 May 2018 - 11:35
ولسمشر غني هندیانو ته: راشد خان هېچا ته نه ورکوو
author avatar
26 May 2018 - 11:35

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٧): راشد خان ته د هندوستان تابعيت ورکولو د غوښتنو په ځواب کې ولسمشر غني ويلي چې راشد خان يوه ملي پانګه ده او هېچا ته يې نه ورکوي.

وروسته له هغه چې تېره شپه د هندوستان د کرکټ غوره ليګ سياليو په يوه لوبه کې راشد خان تاريخي لوبه وکړه او لوبډلې یې (حیدراباد) د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه، په ټولنيزو شبکو کې د هغه هندي مينه والو له خپل حکومته وغوښتل چې راشد خان ته تابعيت ورکړي.

د راجنيش پانډي په نوم يوه هندي مينه وال په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د هند د بهرنيو چارو وزيره مېرمن سوشما سوراج مخاطب کړې ویلي یې دي: ((هيله کوم راشد خان ته د هند تابعيت ورکړئ، د راشد خان په مرسته به راتلونکی نړيوال جام وګټو.))

د اوتار سينګ په نوم يوه بل هندي مينه وال هم په ټويټر کې راشد خان ته د تابعيت ورکولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې هغه ته بايد د هند لوبډله کې ځاى ورکړل شي.

د سلګونو هندي مينه والو د دې ډول غوښتنو په ځواب کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج په ټويټر کې ځواب ورکړی چې د تابعيت ورکولو دنده د دې نه، بلکې د کورنيو چارو وزارت کار دى.

خو نوموړې نن سهار بېرته خپل دغه ټويټ لرې کړى دى.

د هندي وګړو او مينه والو د غوښتنو په اړه د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم په ټويټر کې څرګندونې کړې دي.

هغه زياته کړې چې افغانان پر خپل اتل راشد خان وياړي.

ولسمشر له هندي ملګرو مننه کړې چې افغان لوبغاړو ته د لوبېدو، ځلېدلو او د خپلو وړتياوو د رابرسېره کولو چانس ورکړى دى.

د هغه په وينا، راشد خان نړۍ ته د افغانانو د وړتياوو يادونه کړې، هغه د نړۍ او افغانستان د کرکټ يوه پانګه ده.

ولسمشر غني ويلي: ((راشد خان هېچا ته نه ورکوو او نه يې له لاسه ورکوو.))

د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د راشد خان د تېرې شپې د لوبې ستاينه کړې او هغه يې فوق العاده ګڼلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.