چاریکار (پژواک، ۵غبرګولی ۹۷): ۱۳ کیلومتره سړک چې د پروان ولایت چاریکارو ښار د کاپیسا ولایت له صیاد ولسوالۍ سره نښلوي، د نړیوال بانک په ۲۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته له بیارغونې وروسته قیر شو.
د دې سړک د جوړولو چارې چې پنځه متره سور لري، د ۱۳۹۵ کال په وږي میاشت کې پیل شوې وې، چې نن د فواید عامې وزیر له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د فواید عامې وزیر یما یاري د دې سړک د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دې پروژه کې د ۱۲۳ پولګوټو، ۵۳۰۰ مترو استنادي دېوال او ۶۶۶ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې د بګرام – جبل السراج په ګډون د سړک جوړونې د څو پرژو چارې له ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شوې دي او د جوړولو چارې به یې په روان کال کې پیل شي.
همداراز هغه یادونه وکړه چې ټاکل شوې د سالنګ لار هم ترمیم شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن