ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې ۱۳ کیلومتره سړک  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په پروان کې ۱۳ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
26 May 2018 - 16:53
په پروان کې ۱۳ کیلومتره سړک  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
26 May 2018 - 16:53

چاریکار (پژواک، ۵غبرګولی ۹۷): ۱۳ کیلومتره سړک چې د پروان ولایت چاریکارو ښار د کاپیسا ولایت له صیاد ولسوالۍ سره نښلوي، د نړیوال بانک په ۲۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته له بیارغونې وروسته قیر شو.

د دې سړک د جوړولو چارې چې پنځه متره سور لري، د ۱۳۹۵ کال په وږي میاشت کې پیل شوې وې، چې نن د فواید عامې وزیر له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د فواید عامې وزیر یما یاري د دې سړک د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دې پروژه کې د ۱۲۳ پولګوټو، ۵۳۰۰ مترو استنادي دېوال او ۶۶۶ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې د بګرام – جبل السراج په ګډون د سړک جوړونې د څو پرژو چارې له ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شوې دي او د جوړولو چارې به یې په روان کال کې پیل شي.

همداراز هغه یادونه وکړه چې ټاکل شوې د سالنګ لار هم ترمیم شي.​

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.