ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميان کې يوه ځوان په خپل لاس جوړ څلورم توغندی و ازمويه

باميان کې يوه ځوان په خپل لاس جوړ څلورم توغندی و ازمويه

author avatar
27 May 2018 - 13:56
باميان کې يوه ځوان په خپل لاس جوړ څلورم توغندی و ازمويه
author avatar
27 May 2018 - 13:56

 باميان(پژواک،۶غبرګولی۹۷): يوه بامياني ځوان په کمزوري اقتصاد سره، په خپل لاس جوړ څلورم لرې واټن ويشتونکي او رهبري کېدونکي توغندي په برياليتوب سره د ازموينې خبر  په داسې حال کې ورکړی چې دا کار يې له امنيتي ځواکونو سره د مرستې په موخه له دوه کلونو راهيسې پيل کړی دی.

 د باميانو ولايت د ورس ولسوالۍ د يوې لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي عبدالقادر رضايي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دغه توغندی چې ۵۰سانتي متره اوږدوالی او ۱۰سانتي متره پېرړوالى لري، لومړني مواد يې پلاستيکي لوله( پي وي سي) ده چې د پوتاشيم نايټريټ، بورې او کاربن مرکب په سوځېدو سره توغول کيږي.

د نوموړي په وينا، د توغندي د سون ټول توکي يې په خپله سمه کې برابر کړي او په ياد توغندي کې کارول شوي پوتاشيم نايټريټ له تصفيې وروسته د خاورې ښورې، بورې او کاربن سره ګډ کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې له ډېرې مودې راهيسې د توغندي جوړولو په لټه کې دی او د ځينو فورمولونو په يادولو سره يې د دا ډول توغنديو جوړېدو ته مخه کړې ده.

 عبدالقادر وويل، که څه هم چې دده توغندي واړه دي، خو زياته يې کړه، په کومه اندازه يې چې د سون توکي ډېرېږي، په هماغه اندازه د توغندي د لېږد توان ډېرېږي.

د نوموړي په وينا، له علمي پلوه د هر توغندي د لېږد محاسبې، د هر توغندي وزن ته په کتو سره ترلاسه کېږي او د سون توکي ور اضافه کېږي.

نوموړي زياته کړه:"ددا ډول توغنديو له جوړېدو او ازمويلو څخه مې موخه، د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته ده او هيله لرم چې په راتلونکو کلونو کې د سيمې له توکو څخه په استفادې سره د لا لرې واټن ويشتونکي هدفمند توغندي جوړ کړم. "

 د نوموړي په وينا، وروستی ازمويل شوی توغندی په خپله جوړه شوې دستګاه سره توغول شوی چې ښه پايله يې ترلاسه کړې ده.

رضايي دغه راز وويل چې د وروستي توغندي له ازمويلو وروسته يې پرېکړه کړې چې د خپلو توغنديو په هدفمن کېدو کار وکړي، زياته يې کړه چې څلورم توغندی يې د دوه کيلومتره واټن په وهلو سره د چاودېدونکو سرګلولو د لېږدولو وړتيا هم لري.

 عبدالقادر وويل چې تر اوسه يې د خپلو پرمختګونو په اړه د باميانو ځايي حکومتي اداره نه ده خبره کړې، ځکه ده غوښتل چې که توغندی يې په برياليتوب سره و ازمويل شو او پر ټاکل شوي هدف ولګېد، نو چارواکي به هم خبر کړي.

له بلې خوا د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه ځايي چارواکو په رسمي ډول د عبدالقادر د توغندي ازموينې په مراسمو کې ګډون نه دی کړی، خو د ورس ولسوالۍ د پوهنې اداره د توغندي له يادې ازموينې څخه خبره وه.

نوموړي زياته کړه چې ځايي اداره د ځوانانو د هرډول فکري ودې او نوښت څخه هرکلی کوي او له خپل واک سره سم به له دوی څخه هېڅ ډول مرسته او ملاتړ ونه سپموي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.