ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شوکاڼي ټولنه: قانوني استخراج کوو او هېڅ وسله والې ډلې ته پيسې نه ورکوو

د شوکاڼي ټولنه: قانوني استخراج کوو او هېڅ وسله والې ډلې ته پيسې نه ورکوو

author avatar
27 May 2018 - 14:36
د شوکاڼي ټولنه: قانوني استخراج کوو او هېڅ وسله والې ډلې ته پيسې نه ورکوو
author avatar
27 May 2018 - 14:36

جلال اباد (پژواک،۶ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت د شوکاڼي ټولنه وايي، هېڅ وسله والې ډلې ته يې په رسمي ډول پيسې نه دي ورکړي؛ خو دا نه ردوي چې ځينو وسله والو ډلو به په زور او غير رسمي ډول له کان کېندونکو پيسې اخيستې وي.

دوی دا څرګندونې د ګلوبل وټنس په نوم د يوې نړيوالې ادارې د هغه راپور په غبرګون کې وکړې، چې په وينا يې وسله والې ډلې د ننګرهار د شوکاڼو له کانونو څخه عوايد تر لاسه کوي.

د ننګرهار د شوکاڼي د استخراج او پروسس د فابريکو اتحاديې د غبرګولي په ۶مه جلال اباد ښار کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د يادې ادارې دغه راپور په کلکه رد کړ.

په دغه کنفرانس کې چې د ننګرهار دکانونو رييس هم حاضر و،ډاډ ورکړل شو چې د ننګرهار ولايت شوکاڼي په قانوني ډول له حکومت سره د قرارداد له مخې استخراجېږي.

د شوکاڼو د اتحاديې مشر حاجي ولي خوږياڼي په دغه کنفرانس کې وويل، د ګلوبل وټنس اداره د دغه راپور په خپرولو سره غواړي چې په افغانستان کې د کان کېدنې صنعت له ستونزو سره مخ کړي او په ټپی يې ودروي.

هغه د دغې ادارې دا څرګندونې چې ګواکې د ننګرهار له شوکاڼو وسله وال ګټه تر لاسه کوي، له حقيقت لرې يادې کړې او په دغه برخه کې يې د ثبوتونو غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه:((هغوى په دې اړه کوم سند، ثبوت او نور شواهد نه لري چې موږ دې په رسمي ډول مخالفينو ته پيسې ورکړې وي. دا چې مخالفين د خلکو په سرونو هم زړه نه خوږوي؛ نو شک نشته چې په زوره دې له کان کېدونکو هم پيسې واخلي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ننګرهار له خوږياڼو او شېرزادو ولسواليوڅخه شوکاڼي استخراج کېږي، چې له حکومت سره د ۳۲ قراردادونو له مخې کېندل کېږي او بيا د ولسمشر د امر له مخې په فابريکو کې تر نيمه پروسس وروسته بهر ته صادرېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کانونو رييس پرويز اليشنګی هم تاييدوي چې دغه ولايت کې هېڅ ډول غير قانوني کان کېندنې نه کېږي.

نوموړي، د شوکاڼو ټولنې له مشر سره په دغه ګډ خبري کنفرانس کې وويل، په رسمي توګه ورته داسې کوم معلومات نشته چې کان کېدونکي دې وسله والو ته پيسې ورکوي؛ خو زياتوي، دا يې هم مسووليت نه دی چې که کوم کان کېدونکی په خپل شخصي جوړجاړي وسله والو، قومي خلکو او يا هم د سيمې ملکانو ته پيسې ورکوي او دوی يې منع کړي.

خو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی اميرخان يار بيا وايي چې د ننګرهار کانونه تر ډېره په هغو سيمو کې دي چې د وسله والو تر ولکې لاندې دي او لرې نه ده چې هغوی دې هم د کانونو له کېدنې ګټه تر لاسه کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د وسله والو ترڅنګ ځينې سياسيون، وکيلان او نور قومي خلک هم د کانونو له کېدنې ګټه تر لاسه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.