د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"اوسنيو شرايطو ته په پام سره د سرتاسري او رڼو ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي"

"اوسنيو شرايطو ته په پام سره د سرتاسري او رڼو ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي"

May 27, 2018 - 18:29

کابل (پژواک،۶غبرګولی۹۷): د مشرانو جرګې ځينې غړي په يو شمېر ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونو د نه پرانيستل کېدو او ناامنيو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې اوسنيو شرايطو ته په پام سره، د رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي.

د جرګې ځينو غړو دغه راز د ولسمشر د سلاکار او د افغانستان د متحد حزب اسلامي مشر وحيدالله سباون پر خبرو او د وسله والو طالبانو پر وژنو نيوکې وکړې او ځينو وويل چې حکومت دې له پښتونخوا ايالت سره د قبايلي سيمو د يو ځای کولو په اړه اقدام وکړي.

د نا امنيو ډېرېدل

په مشرانو جرګه د فارياب د خلکو استازي ګل محمد رسولي د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې د هېواد په شمال او شمال ختيځو سيمو کې د ناامنيو د ډېرېدو ترڅنګ وويل چې اوسمهال د فارياب لس ولسوالۍ او د ميمنې ښار د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته د لوېدو خبر احتمال شته دی.

هغه امنيتي چارواکو ته په خطاب کې وويل: "ايا د فارياب خلک افغانان نه دي، چې دغه ولايت ته هېڅ پاملرنه نه کېږي، که کوم سياسي پروګرام لرئ، نو د خدای په خاطر ترې تېر شئ، که داسې ونه شي، فارياب به سقوط وکړي."

په ياده جرګه کې د فراه د خلکو استازي ګل احمد اعظمي هم د هېواد امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او په هېواد کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته په خطاب کې يې وويل: "د بهرنيو پوځيانو ډېرېدل هېڅ ګټه نه لري، پخوا هم په افغانستان کې تر سل زره ډېر بهرنيو پوځيان مېشت وو، خو هېڅ ستونزه يې حل نه کړه."

د نوموړي په خبره غوره دا ده چې د بهرنيو پوځيانو د ډېرولو پرځای دې افغان امنيتي ځواکونه تجهيز او تمويل شي او د جګړې پر ځای دې د سولې پروګرام ته پاملرنه وکړي.

د ټاکنو ترسره کېدو لپاره نابرابر شرايط

د زابل ولايت د خلکو استازي محمد حسن هوتک، امنيتي وضعيت ته په اشارې سره وويل: "په اوسنيو شرايطو کې د رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي، دولت د ځينو ولسواليو يواځې په مرکز کې دى او په دا ډول شرايطو کې به موږ ټول شموله ټاکنې ونه لرو."

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار چې د يادې جرګې د نننۍ ناستې مشري يې کوله، له حکومت څخه وغوښتل چې د ټاکنو د پروسې د امنيت خونديتوب ته پر پاملرنې سربېره دې، د خلکو د امنيت تامين ته هم پاملرنه ولري.

نوموړي د خلکو د امنيت خونديتوب د حکومت مکلفيت وباله او ويې ويل چې مشرانو جرګه به د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ د نا امنيو د ډېرېدو او د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې مرکزونو د امنيت خونديتوب د څرنګوالي د ارزيابۍ په موخه امنيتي چارواکي راوبولي څو په دې اړه معلومات ورکړي.

په ځينو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونو نه پرانيستل کېدل

په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري د ياد ولايت په ځينو ولسواليو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو د نه پرانيستل کېدو له امله د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل: "که د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه خلاص نه شي، د دغه ولايت يو شمېر خلک به د رايې ورکولو او په ټاکنو کې د ګډون له حق څخه بې برخې شي."

هغه زياته کړه چې د دغه ولايت له ۲۷ولسواليو څخه د وردوج او يمګان ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي او اووه نورې ولسواليو کې تر اوسه د نا امنۍ له امله د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.

محمد حسن هوتک هم وويل چې د زابل په ځينو ولسواليو کې هم د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستل شوي او که په ټاکنو کې د ټولو د ګډون زمينه برابره نه شي، خلک به دا پروسه ونه مني.

په ياده جرګه کې د فارياب، لوګر او پکتيکا د خلکو استازو هم وويل چې تر اوسه د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، تر اوسه د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې له ټولو ۴۴۹۱ مرکزونو څخه ۱۱۶۱ مرکزونه يې د امنيتي ګواښونو او د ولسواليو مرکزونو ته د نوم ليکنې د موادو نه رسېدو له امله نه دي پرانيستل شوي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال هم په ځينو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونو د نه پرانيستل کېدو له امله اندېښنه په ډاګه کړه او د هېواد امنيتي سکتور ته په خطاب کې يې وويل: "د نوم ليکنې مرکزونو د امنيت خونديتوب په اړه اقدام وکړئ او په هغو ولسواليو کې چې د دولت په ولکه کې دي، د نوم ليکنې مرکزونو پرانيستل کېدو ته زمينه برابره کړئ چې څوک په دغه پروسه کې د ګډون له حق څخه بې برخې نه شي. "

نوموړي دغه راز د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او حکومت څخه وغوښتل چې د ولسواليو په مرکزونو کې دې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير تمديد کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوا ويلي و چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لومړی پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د وري له ۲۵مې پيل او د غويي تر ۲۲مې به دوام وکړي، دويم پړاو به د ولسواليو په مرکزونو کې د غويي له ۲۵مې پيل د غبرګولي تر اوومې به دوام وکړي او درېيم پړاو به په کليو او لرې پرتو سيمو کې د غبرګولي له اوومې پيل او د همدې مياشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.

خو ياد کمېسيون د ولايتونو په مرکزونو کې د نوم ليکنې وخت د يوې مياشتې لپاره تمديد کړی او ويلي يې دي چې د اړتيا په صورت کې به د نوم ليکنې ورپسې پړاوونه هم تمديد شي.

د وحيد الله سباوون څرګندونې

د قبايلو په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار او د افغانستان د متحد حزب اسلامي مشر وحيد الله سباوون په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د يوې ناستې په بهير کې طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی او ويلي يې دي چې پښتانه بايد له غير پښتنو قومونو سره جګړې ته مخه نه کړي، ځکه د جګړې لمن پراخېږي.

سباوون دغه راز ويلي، هغه وروڼه چې د نورو قومونو دي، فکر دې نه کوي چې دوی د افغانستان نه دي.

په ياده جرګه کې د تخار د خلکو استازي افضل شامل د سباوون څرګندونې غير مسوولانه وبللې او ويې ويل: "طالب زموږ ورور نه دی، دا څه ډول سلاکار دی چې غير مسوولانه خبرې کوي، بايد خوله يې پلستر شي."

ده زياته کړه، د سباوون څرګندونې د هېواد د ملي ګڼو ضد او د امنيتي ځواکونو روحيه کمزورې کوي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار په دې اړه وويل: "د طالبانو په اړه د سباوون څرګندونې له افغان امنيتي ځواکونو څخه د جنګي انګېزې د اخيستلو لامل ګرځي، ځکه ورور ورور نه وژني، خو طالبان تل د افغانستان امنيتي ځواکونه او خلک وژني."

ايزديار زياته کړه چې سباوون، بايد له دې امله د افغانستان له خلکو څخه بښنه وغواړي چې ستره تېروتنه يې کړې ده.

هغه زياته کړه: "افغان دولت او خلکو د سولې غږ پورته کړی، خو په مقابل کې يې طالبان په تاوتريخوالي او ټوپک سره ځواب ورکوي، ايا په اوسنيو شرايطو کې لازمه ده چې دا ډول ډلې ته د ورور خطاب وشي؟"

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامدکزي او څو نورو سياستوالو هم طالبانو ته د ورور خطاب کړی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سباوون نظر هم واخلو، خو له نوموړي سره اړيکه ونه نيول شوه.

له پښتونخوا ايالت سره د قبايلي سيمو يو ځای کېدل

د پاکستان پارلمان تېره اونۍ لايحه تصويب کړه چې له مخې يې د ډيورنډ فرضي کرښې هاخوا قبايلي سيمې له خيبر پښتونخوا ايالت سره يو ځای شي.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي په دې اړه وويل چې افغان حکومت بايد د پاکستان د پارلمان ددې پرېکړې په اړه غلی پاتې نه شي.

هغه زياته کړه، د شته اسنادو له مخې، افغان او پاکستان دولتونه حق نه لري چې د مقابل لوري له سلا مشورې پرته د قبايلي سيمو په اړه پرېکړه وکړي.

د نومړوي په وينا، د پاکستان د پارلمان پرېکړه د دواړو هېوادونو د پخوانيو ژمنو خلاف ده.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار له افغان حکومت څخه وغوښتل چې خپل دريځ دې روښانه کړي او د هغو اسنادو له مخې چې په دې برخه کې په بېلا بېلو دورو کې شته، د پاکستان له حکومت سره خبرو ته کېني.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement