د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد چاودنوکې د برېښنا د رييس يو ساتونکى ټپي شوى

د جلال اباد چاودنوکې د برېښنا د رييس يو ساتونکى ټپي شوى

May 27, 2018 - 13:24

جلال اباد (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې دوو پرله پسې چاودنو يو تن ټپی کړی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا يوولس بجې او پنځه دقيقې د مرکز جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند برېښنا رياست ته څېرمه دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

هغه زياته کړه، چاودنې په يو نرسري فارم کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې دي چې هېڅ مالي او ځاني زيان نه لري.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته يو تن په ټپي حالت کې ور وړل شوی دی.

د ننګرهار د برېښنا رياست يوه کارمند خالد ارزښت پژواک ته وويل چې په پېښه کې ټپي کس د دوی د رييس ساتونکی دی، چې برسېرن ټپي دی.

د دغو چاودنو مسووليت چا نه دى منلى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan