ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب ولايتي شورا: د ولايت له رهبرۍ او قول اردو له قوماندانه دې واک واخيستل شي

د فارياب ولايتي شورا: د ولايت له رهبرۍ او قول اردو له قوماندانه دې واک واخيستل شي

author avatar
27 May 2018 - 12:20
د فارياب ولايتي شورا: د ولايت له رهبرۍ او قول اردو له قوماندانه دې واک واخيستل شي
author avatar
27 May 2018 - 12:20

 ميمنه(پژواک،۶غبرګولی۹۷): د فارياب ولايتي شورا وايي چې د ياد ولايت رهبري او د ۲۰۹شاهين قول اردو قوماندان ولسمشر ته د فارياب د امنيتي وضعيت په اړه ناسم راپور ورکړی، حقيقتونه يې پټ کړي او بايد له دوی څخه واک واخيستل شي.

 د فارياب والي محمد همايون فوزي او د ۲۰۹شاهين قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبين تېره اوونۍ په داسې حال کې چې د لوی درستيز مرستيال او د فارياب يو شمېر چارواکو هم شتون درلود، ولسمشر ته د وېډيو کنفرانس له لارې ددغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه راپور ورکړ.

خو د فارياب ولايتي شورا وايي چې ولسمشر ته د فارياب د امنيتي وضعيت په اړه ناسم راپور ورکړل شوی او حقيقتونه پټ شوي دي.

 د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سېلاب پژواک ته وويل چې اوسمهال د فارياب په ۱۲ ولسواليو کې ددولت واکمني تر بازار او د ولسواليو تر ودانيو پورې محدوده ده، که مرکزي اداره لازمه پاملرنه ونه کړي، په فارياب کې د کندوز او فراه په څېر د پېښو احتمال شته دی.

 نوموړي د فارياب رهبري او د شاهين قول اردو قوماندان تورن کړل چې دوی د خپلې بقا لپاره ولسمشر ته د وېډيو کنفرانس له لارې د فارياب د وضعيت په اړه ناسم معلومات ورکړل او حقايق يې پټ کړل او زياته يې کړه،له ولسمشر څخه مننه کوي چې له چارواکو څخه يې  د ستونزو د حل او اړتياوو د پوره کېدو په اړه د فارياب د عمومي وضعيت په اړه معلومات غوښتي، خو چارواکو هغه حقيقتونه پټ کړي چې بايد په ډاګه کړي يې وای چې لازم امکانات نه لري چې د طالبانو د خوځښتونو مخه ونيسي.

 

د فارياب د ولايتي شورا غړي سيدعبدالباقي هاشمي وويل چې د ياد ولايت وضعيت د اندېښنې وړ دی او په څو وروستيو ورځو کې په خواجه سبزپوش، شيرين تګاب، دولت اباد، قرمقول او اندخوی ولسواليو کې ددولت د وسله والو مخالفينو حرکتونه ډېر شوي چې په پايله کې يې لسګونه دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او نيول شوي دي او طالبانو ته ډېر پوځي تجهيزات په لاس ورغلي دي.

نوموړي وويل چې د فارياب خلک اوس د قربانيو په ورکولو سره ولسمشر ته د ولايت د رهبرۍ او شاهين قول اردو د قوماندان د وېډيو کنفرانس بيه پرېکوي.

هاشمي وويل چې که يادو چارواکو ولسمشر ته حقيقت ويلای وای او پر خپلو څوکيو نه ډارېدلی، ولسمشر حتما د ننګونو د حل کېدو او امنيتي ځواکونو د پيا وړتيا لپاره، امنيتي سکتورونو ته لازمې لارښوونې کولې او اوس به فارياب د سقوط له خطر سره نه و مخ شوی.

 نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د فارياب ولايت له چارواکو او د شاهين قول اردو قوماندان د ناسمو راپورونو ورکولو او حقيقت پټولو له امله چې له کړکېچ سره ددغه ولايت مخ کېدو لامل شوي، بايد واک ترې واخيستل شي.

 د فارياب والي محمد همايون فوزي وويل چې له ولسمشر سره وېډيو کنفرانس کې پر دوو مشخصو امنيتي او انکشافي موضوعاتو بحث شوی چې د امنيتي برخې به اړه د قول اردو قوماندان او د حکومتوالۍ او له انکشافي پروژو څخه د ملاتړ په اړه ده راپور ورکړی دی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.