ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا هوايي بريد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

د پکتيا هوايي بريد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
27 May 2018 - 15:06
د پکتيا هوايي بريد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
27 May 2018 - 15:06

ګردېز (پژواک،٦ غبرګولى٩٧): د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په سيدکرم ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بريد د دې ولسوالۍ په کوهسين سيمه کې پر يو کور شوی، چې وسله وال په کې راټول شوي وو.

د هغه په وينا، په دې بريد کې يواځې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او نور چاته زيان نه دى اوښتى.

د سيمې يو تن اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، په بريد کې د ياد کور دوه کسان هم وژل شوي چې د وسله والو د ليکو غړي وو.  

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل چې په پېښه کې شپږ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، ددغه ولايت امنيتي منسوبينو د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند په دولت زيو سيمه کې دوه غله، چې د ملي امنيت کارت او وسله هم ور سره و، نيولي دي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي پژواک ته وويل، ياد کسان د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو د دولت زيو د اوسېدونکو په مرسته هغه مهال ونيول چې غوښتل يې له يو کس څخه موټر سايکل وتښتوي.

هغه زياته کړه، نيول شوي کسان د غلو د څو کسيزې ډلې غړي دي، چې له څو مياشتو راهيسې يې په دې سيمه کې پر لويو لارو غلا کوله او دوى هڅه کوي چې پاتې کسان يې هم ونيسي.

نوموړي زياته کړه چې له يادو کسانو سره نيول شوی کلاشينکوف د پکتيکا ولايت جواز هم لري.

دی وايي:((دا وسله يې هم پکتيکا ولايت کې د يوه استعلام په جوړولو سره اخيستې او د امنيت ملي يو کارت هم ور سره و، خو کارکوونکي يې نه دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.