ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ویسا: کندهار کې د ټاپي پروژې پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او ځنډ د منلو نه دی

ویسا: کندهار کې د ټاپي پروژې پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او ځنډ د منلو نه دی

author avatar
27 May 2018 - 17:01
ویسا: کندهار کې د ټاپي پروژې پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او ځنډ د منلو نه دی
author avatar
27 May 2018 - 17:01

کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۷): د کندهار والي وايي، په دې ولایت کې د ټاپي پروژې پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او ځنډ د منلو نه دی او ټولې چارې به یې په همغږۍ پر مخ وړل کېږي.

زلمي ویسا دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ۶مه په خپل دفتر کې د یادې شوې پروژې د بېلابېلو برخو له مسوولینو سره په ناسته کې وکړې.

ویسا وویل، ټاپي یوه نړیواله پروژه ده چې په کندهار کې يې پر وړاندې خنډ او ځنډ د منلو نه دی.

 هغه زیاته کړه، د دغې پروژې د ګازو نل لیکه د دې ولایت له شپږو ولسوالیو تېرېږي چې د خلکو د عامه پوهاوي او امنیت ساتنې په برخه کې یې ډېر کار ته اړتیا ده.

نوموړي د ټاپي پروژې د بېلابېلو برخو له مسوولینو وغوښتل چې ټولې چارې له دوی سره په همغږي مخ ته یوسي.

په دې غونډه کې د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د ټاپي پروژې اړوند د ګډې کاري کمېټې د جوړولو په اړه معلومات ورکړل.

ده وویل، په دغې ګډې کاري کمېټې کې د ټاپي پروژې اړوند مسوولین، د معدن او صنایعو، او ځمکو خپواکې ادارې تر څنګ یو شمېر سکتوري ریاستونه شامل دي.

هغه زیاته کړه، د دغې پروژې اړوند د امنیت ساتنې چاره تر ټولو مهمه ده او ولایتي اداره هڅه کوي د ټاپي د کار کوونکو امنیت خوندي کړي.

د ده په خبره، د دې او ورته نورو چارو د پر مخ وړلو په موخه به کمېټه پر له پسې غونډې کوي.

ولایتي ادارې په داسې حال کې د ټاپي پروژې اړوند د ستونزو د حل په موخه هڅې چټکې کړي چې تېره اوونۍ یوې ډلې وسله والو د دغې ولسوالۍ په ملنګ کارېز سیمه کې د ټاپي پروژې اړوند ۵ ماین پاکوونکي ووژل او یو تن یې له ځان سره یووړ چې وروسته یې هغه هم وواژه.

امنیتي ارګانونه وايي، په جدي پلټنو بوخت دي څو هغه وسله وال وپېژني او ونیسي چې د ټاپي پروژې دغه شپږ کارکوونکي یې وژلي دي.

دوی وايي، وسله والو دغه برید په داسې حال کې کړی وو چې ویلي یې وو د ټاپي پروژې پر وړاندې خنډ نه جوړوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.