ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ۱۲ولايتونو کې ۲۲نوې پروژې عملي کېږي

په ۱۲ولايتونو کې ۲۲نوې پروژې عملي کېږي

author avatar
27 May 2018 - 16:47
په ۱۲ولايتونو کې ۲۲نوې پروژې عملي کېږي
author avatar
27 May 2018 - 16:47

 کابل(پژواک،۶غبرګولی۹۷): د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت اعلان کړی چې په ۱۲ولايتونو کې ۲۲نوې  پروژې عملي کېږي چې د اړوندو سيمو شاوخوا يو نيم ميليون تنه به يې له ګټو څخه برخمن شي.

 د يادو پروژو تړون  د کليو بيا رغونې او پراختيا د وزير مجيب الرحمان، په کليو کې د يو شمېر انکشافي پروژو او خصوصي شرکتونو ترمنځ نن په کابل کې لاسليک شو.

دغه پراختيايي پروژې په دايکنډي، فارياب، غور، جوزجان، کابل، کندوز، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پنجشېر او پروان کې تطبيقېږي.

د کليو بيا رغونې او پراختيا وزير وويل چې دغه ۲۲پروژو کې د ښوونځيو، جوماتونو جوړېدل، سمنټي ديوالونو، فرعي سړکونو، د اوبو بندونو، ژورو څاګانو کېندل او موټرو لپاره د پلونو جوړېدل شامل دي چې له شپږو تر ۱۲مياشتو به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زياته کړه چې ددغو پروژو لګښت څه باندې ۲۲۵ميليون افغانيو ته رسېږي چې د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت له انکشافي بوديجې او هند هېواد له خوا ورکول کېږي.

د وزير په وينا، دغه پروژې د سيمې اوسېدونکو لپاره، ۸۲زره ورځني کارونه برابروي او په تطبيقېدو سره به يې د انسجام سيمه ييز ملي پروګرام په چوکاټ کې د سيمې شاوخوا يو نيم ميليون کسان برخمن شي.

کريمي وويل چې تر اوسه د ملي سمه ييز پروګرام له لارې د ۵.۵ميليارد افغانيو په لګښت د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ۱۰۷۴ پروژې بشپړې شوې دي، چې شاوخوا پنځه ميليون تنه ترې په مستقيم ډول برخمن شوي دي.

د پنجشېر د رخه ولسوالۍ د انکشافي شورا مسوول محمد حميد چې نن يې د کليو بيا رغونې او پراختيا له وزارت سره د استينادي ديوالونو جوړولو تړون لاسليک کړ وويل چې د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي هرکال د پنجشېر سيند د اوبو د ډېرېدو له امله په جريبو جريبو ځمکه له لاسه ورکوي.

د نوموړي په وينا، د استنادي ديوال په جوړېدو سره به د خلکو د ځمکو د تخريبېدو د مخنيوي ترڅنګ، ۲۲۵کورنۍ هم د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.

د ياد شوې ناستې په پای کې د کليو بيا رغونې او پراختيا وزير د خصوصي شرکتونو او انکشافي شوراګانو څخه په با کيفيت ډول د يادو پروژو د عملي کېدو د غوښتنې لپاره وويل چې دغه وزارت به د پروژو د کار له څرنګوالي څخه څارنه وکړي.

نوموړي دغه راز د سيمې له خلکو وغوښتل چې د خپلو پروژو له کار څخه دې څارنه وکړي او که ستونزه رامنځ ته کېږي، د ياد وزارت له سيمه ييزو چارواکو سره دې اړيکه ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.