تالقان(پژواک،٧ غبرګولى٩٧): د تخار ولايت د خواجه غار ولسوال وايي چې وسله والو طالبان د دې ولسوالۍ دوه نورې سيمې نيولې دي او که مرستندويه ځواکونه ونه رسېږي نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمر د غبرګولي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کور تېپې او اسلام اباد په سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو يادې سيمې طالبانو نيولې دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، د خواجه غار ولسوالۍ د څه باندې پنځوس کليو کنټرول دا مهال له وسله والو طالبانو سره دى.
ده زياته کړه: (( که هرڅه ژر موږ ته مرستندويه ځواکونه ونه رسيږي، دغه ولسوالۍ سقوط کوي.))
خو د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نظام الدين غوري پژواک ته وويل چې مرستندويه ځواکونه خواجه غار ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
هغه وايي: (( ډېر ژر به موږ له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسو.))
خو بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ ١٧ پوستې نيولې دي.
ده وويل چې په دې جګړه کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا مهال طالبانو د ولسوالۍ مرکز کلابند کړى دى.
د يادونې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې هم طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ نيولې وه چې بيا تر درېيو ورځو وروسته امنيتي ځواکونو بېرته دغه ولسوالۍ ونيوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن