ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: موږ ته دې د څمکنيو ولسوالۍ تذکرې راکړل شي

لاريون کوونکي: موږ ته دې د څمکنيو ولسوالۍ تذکرې راکړل شي

author avatar
28 May 2018 - 15:47
لاريون کوونکي: موږ ته دې د څمکنيو ولسوالۍ تذکرې راکړل شي
author avatar
28 May 2018 - 15:47

ګردېز(پژواک،٧غبرګولى٩٧): د پکتيا په څمکنيو ولسوالي کې لاريون کوونکو د ګردېز ــ پټان لويه لاره تړلې او شکايت کوي چې په ياده ولسوالۍ کې ورته د تابعيت تذکرې نه ورکول کېږي.

لاريون کوونکي وايي چې دوی له ډېرو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍکې اوسېږي او بايد د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکي په توګه ورته د تابعيت تذکره ورکړل شي.

د دې ولسوالۍ د راغه کلي په استازيتوب حاجي کمين د غبرګولي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې د منګلو، ځاځيو، ځدراڼو، توتاخېلو او نورو قومونو شاوخوا درې زره کسان اوسېږي او ځينې کسانو يې تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ تذکرې هم اخيستې دي، خو دوی ته اوس تذکرې نه ورکول کېږي.

کمين وايي: (( موږ له ډېر پخوا نه دلته اوسېږو، موږ خو دلته نوي نه يو راغلي، پخوا مو هم تذکرې اخيستې دي اوس هم بايد تذکرې راکړل شي، خو ځينې کسان دي چې زموږ د تذکرو اخيستو مخنيوى کوي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي هاشم خېل هاشمي وايي چې لاره يې د څمکنيو په راغه سيمه او لجه منګل ولسوالۍ کې بنده کړې او تر هغه به اعتراض ته دوام ورکړي، څو يې حق ورکړل شوی نه وي.

هاشمي پژواک ته وویل: ((موږ صرف تذکره غواړو، که د ناقلينو تذکره راکول کېږي او که د ځايي خلکو، په دې اعتراض نه لرو؛ خو موږ دلته مخکې مېشت شوي يو او خپل جايدادونه لرو. اوس هغو خلکو له حکومته غوښتنه کړې چې موږ ته تذکرې رانه کړل شي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې چې که حق ورنه کړل شي نو دغه لار به تړلې وي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي چې د بېلابېلو قومونو ياد خلک له ډېرو کلونو راهيسې هلته اوسېږي، جايدادونه او سوداګري لري او له څه مودې راهيسې د تذکرو اخيستو له ستونزې سره مخ دي.

منګل وويل: ((په دې اړه څو وارې له واليانو سره هم خبرې شوې، اوس خلکو ته بله لاره نه ده پاتې او مجبور شوي، هلته دې خلکو ته د مهاجر په سترګه ګوري، هغه څوک چې د نورو ولسواليو دي او له ډېره وخته په څمکنيو کې بود و باش لري او پلرونه يې د څمکنيو تذکره لري، بايد اولادونو ته يې هم د څمکنيو تذکره ورکړل شي؛ خلک د قانون له مخې تذکره غواړي، خو چارواکي يې نه ورکوي.))

دغه راز د څمکنيو ولسوال ازاد خان وايي چې د څمکنيو اوسېدونکي له دې سره مخالف دي چې يادو خلکو ته، چې له نورو سيمو دې ولسوالۍ ته راغلي، تذکرې ورکړل شي.

ازاد پژواک ته وويل چې ياده ستونزه ولايت مقام ته راجع شوې، د ستونزې د حل لپاره يو پلاوى هم ټاکل شوى او ښايي راتلونکو دوه ورځو کې يې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

څمکني د پکتيا تر ټولو لويه او ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده چې د بېلابېلو ولسواليو او قومونو ګڼ  خلک په کې استوګنه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.