ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د يوه بندي دلېږد پر مهال پنځه کسان وژل شوي

پکتيا کې د يوه بندي دلېږد پر مهال پنځه کسان وژل شوي

author avatar
28 May 2018 - 10:59
پکتيا کې د يوه بندي دلېږد پر مهال پنځه کسان وژل شوي
author avatar
28 May 2018 - 10:59

ګردېز (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٧) : په پکتيا ولايت کې د وسله والو طالبانو ديوه بندي دلېږد پر مهال پنځه کسان وژل شوي دي.

سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره ورځ له اريوب ځاځي ولسوالۍ څخه د يو بندي د لېږد پر موټر بريد کې پنځه کسان وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې ياد بندي د وسله والو مخالفينو مهم غړى و، پوليسو هغه له اريوب ځاځي ولسوالۍ څخه مرکز ته لېږداوه چې وسله والو طالبانو د احمدخېلو ولسوالۍ په ششتې سيمه کې پرې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، په وژل شوو کسانو کې په خپله بندي، يو عام وګړى، يو پوليس او دوه وسله وال مخالفين شامل دي او يو بل پوليس ټپي دى.

د والي د وياند په خبره، ياد بندي په شخصي موټر کې لېږدول کېده او د احمد خېلو ولسوالۍ مسوولينو ته يې خبر نه ورکړى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ په بلخ ولايت کې هم د بنديانو د لېږد پرې مهال په نښته کې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او اووه تنه بنديان تښتېدلي وو.
 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.