جلال اباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار د برېښنا رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې د نوي شل مېګاواټه ټرانسفرمر نصبولو سره ۸۰ سلنه د برېښنا ستونزه هواره شوې.
دوی وايي، دا څلورم ټرانسفارمر دی او په نصبولو سره يې په دغه ولايت کې د برېښنا اندازه هم ۷۵ مېګاواټه ته ورسېده.
د برېښنا رييس اميد صباح د غبرګولي په ۷مه پژواک ته وويل چې ياد ټرانسفرمر پرون د همېشه بهار سب سټيشن کې نصب شو، چې د شته مشتريانو ترڅنګ به د ۲۰ زره په شاوخوا کې نويو کورنيو ته هم برېښنا ورکړل شي.
دی وايي، دغه ټرانسفر د دې ظرفيت هم لري چې د شيخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې له لسو تر دوولسو نورو فابريکو ته هم برېښنا ورکړي، چې هلته به د فابريکو شمېر ۳۴ ته پورته شي.
د هغه په وينا، د دغه ټرانسفرمر نصبولو سره په جلال اباد ښار کې د پرچاوۍ ستونزه هم ۸۰ سلنه حل کېږي او د پاتې ستونزې د حل لپاره هم په روداتو ولسوالۍ کې د سولر برېښنا شبکې او کامې کې د يو برېښنا بند د جوړېدو هڅې پيل شوې دي.
صباح په دغه برخه کې د کندهار برېښنا شرکت له چارواکو هم مننه وکړه چې په خبره يې له دوی سره يې د دغه ټرانسفرمر په نصبولو کې تخنيکي همکاري کړې ده.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی انجنير سيداکرام ددغه ټرانسفرمر نصبول د جلال اباد ښار د اوسېدونکو د برېښنا ستونزې حل لپاره يوه ښه اقدام ګڼي او ټينګار کوي چې مرکزي حکومت دې د دغه ولايت د برېښنا د ستونزې حل لپاره دايمي پلانونه پلي کړي.
نوموړی وايي، دلته د فابريکو لپاره ښه زمينه برابره ده او که د برېښنا ستونزه يې حل شي؛ نو د نويو فابريکو په جوړېدو سره به زرګونه خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي.
دی په دغه برخه کې د روداتو د سولر برېښنا شبکې د چارو په چټکتيا ټينګار کوي او غوښتنه کوي چې د دې ترڅنګ دې د کامې د برېښنا بند جوړېدو هڅې هم ګړندۍ شي.
د يادولو ده چې تر دې وړاندې هره اوړی په جلال اباد ښار کې د برېښنا ستونزه رامنځته کېدله، چې کله ناکله به د برېښنا لينونو د قطع کېدو له امله په ورځو ورځو د خلکو برېښنا نه وه.
دغه راز به په جلال اباد ښار کې د برېښنا نه موجوديت له امله د روژې په مياشت کې د واورې (يخ) ستونزه هم رامنځته کېدله؛ خو سږکال د برېښنا د ستونزې په نصبي حل سره دغه ستونزه هم تر اوسه حل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن