ګردېز (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٧) : د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار د لومړۍ امنيتي حوزې مرستيال په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.
ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم دغبرګولي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړۍ امنيتي حوزې پر مرستيال بريد نن سهار د لرګيو اډې ته څېرمه وشو.
هغه زياته کړه،په دغه بريد کې د لومړۍ حوزې مرستيال قادر وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي. او په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.
تبسم وايي، نوموړى د ګردېز ښار د چوڼۍ لارې د څار او امنيت لپاره پر ګزمې بوخت و چې د وسله والو مخالفينو له خوا پرې بريد وشو.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل چې وسله وال له بريده وروسته تښتېدلي او پوليس يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د نوموړي رنجر موټر او وسلې هم له ځانه سره وړې دي، خو امنيتي مسوولين يې نه مني.
د لرګيو اډه د ښار مرکزي سيمه ده او دا په تېرو څو ورځو کې څوومه پېښه ده چې په ګردېز ښار کې رامنځته کيږي.
تېره اوونۍ هم ددولت وسله والو مخالفينو د ګردېز اړوند په ابراهيم خېلو پوسته بريد کې څلور پوليس وژلي وو، درې يې له ځان سره بيولي او پوسته يې سقوط کړې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن