کابل(پژواک،۸غبرګولی۹۷): د مشرانو جرګې ځينې غړي د سولې په اړه د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ د خبرو په اړه هيله من دي، خو ځينې نور بيا په دې اړه منفي نظر لري او يادې خبرې بې ګټې بولي.
دوه ورځې مخکې د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ولسمشر ستر سلاکار همايون قيومي په ګډون د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ يو لوړ پوړي افغان پلاوي د افغانستان د سولې پروسې د پرمخ بېولو په اړه د خبرو اترو په موخه د پاکستان د لومړي وزير په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی و.
د راپورونو له مخې، د افغان پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سولې پروسې پرمخ بيولو، مشخصو امنيتي اقداماتو او پر دغه بهير د څارنې لپاره د کاري کمېټو جوړولو په اړه موافقې شوې دي.
د مشرانو جرګې ځينې غړي دغه خبرې بې پايلې ګڼي.
د مشرانو جرګې غړي نادر بلوڅ وويل چې په داسې شرايطو کې د افغانستان د امنيتي سکتور او ملي امنيت مشران پاکستان ته سفر کوي چې افغانستان د ګرمې جګړې تر سياسي او سړو تبليغاتي تر فشار لاندې دی.
نوموړي زياته کړه:" دا سفر د ملي يووالي حکومت د کمزورتيا ښودنه کوي چې د پنجابيانو پروړاندې په ګونډو شول او هغوی ته يې د تسليمېدو دورې جدول ور وړ او درېغه چې د ملي يووالي حکومت مشران له دغه اړ دوړ څخه يې لاس اخيستی وای او دخلکو پروړاندې يې ګونډې وهلې وای او د ستونزې حل لار يې لټولې وای."
هغه په ټينګار سره وويل:" پنجابيان د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان د خلکو دښمن پاتې شوي او تر څو چې ددوی غوښتنې ونه منل شي،هېڅکله په دې لټه کې نه دي چې په افغانستان کې دې سوله او امنيت خوندي شي."
د مشرانو جرګې بل غړي مولوي محی الدين منصف وويل چې له پاکستان سره ناستې بې پايلې او د وخت ضايع کېدل دي، ځکه پاکستان په دې لټه کې دی چې څه ډول" په افغانستان کې خپل اجنټان" سمبال کړي.
د هغه په خبره، پاکستان په دې کار سره افغان چارواکي بوخت ساتي.
هغه زياته کړه:"هيله ده چې په دې برخه کې له ډېر دقت څخه کار واخيستل شي، له پاکستان سره د خبرو دروازه وتړي او هر تصميم د ملګرو ملتونو سازمان لارې ونيول شي."
د ملي شورا بلې غړې ګلالۍ اکبري وويل:" درېغه هغه کنفرانسونه چې د سولې په اړه جوړېږي، رښتيني، زړه سواندي او د عملي کېدو لپاره يې ژمنتيا موجوده وي او ښه پايله ولري، خو پاکستان په دې کار سره موږ مصروفوي او زموږ مهمې څېرې وژني. "
خو د مشرانو جرګې ځينې غړي پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر په اړه هيله من دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن