ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند او بنګله دېش سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې اعلان شوې

د هند او بنګله دېش سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې اعلان شوې

author avatar
29 May 2018 - 14:03
د هند او بنګله دېش سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې اعلان شوې
author avatar
29 May 2018 - 14:03

کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٧) : د افغانستان کرکټ بورډ د هندوستان پر وړاندې تاريخي ټسټ لوبې او د بنګله دېش پر وړاندې شل اووريزو سياليو لپاره ملي لوبډلې اعلان کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيزې کمېټې مشر نوروز منګل له خپلو دوو غړو سره نن د غبرګولي په  ٨ مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ملي لوبډلې اعلان کړې.

دوى د بنګله دېش پر وړاندې شل اووريزو لوبو لپاره ځانګړې او د هندوستان پر وړاندې د تاريخي ټسټ لوبې لپاره جلا لوبډله اعلان کړه.

نوروز منګل وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د کرکټ لوبغاړي په هندوستان کې د نړيوالو روزونکو سره يو ځاى په تمريناتو او روزنې بوخت وو.

هغه زياته کړه، د نړيوالو روزونکو او ملي لوبـډلمشر اصغر ستانکزي له مشورې سره سم يې يادو سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

د هند خلاف د ټسټ لوبې لپاره ملي لوبډله: 

شهزاد محمدي، جاوېد احمدي، اصغر ستانکزی، احسان الله جنت، رحمت شاه، افسر ځاځى، ناصر جمال،  محمد نبي، حشمت الله شهيدي ، راشد خان، ظاهر خان، حمزه هوتک، سيد شېرزاد، يمين احمدزى، وفادات او مجيب ځدراڼ. 

د بنګله دېش خلاف د شل اووريزو لوبو لپاره ملي لوبډله : 

شهزاد محمدي، نجيب ترکى، عثمان غني، اصغر ستانکزى، مجيب ځدراڼ، سميع الله شينوارى، شفيق الله شفق، دروېش رسولي، محمد نبي، ګلبدين نايب، کريم جنت، راشد خان، شرف الدين اشرف، شاه پور ځدراڼ او افتاب عالم.

ټاکل شوې ده چې د بنګله دېش پر وړاندې لومړۍ شل اووريزه لوبه د غبرګولي په ١٣مه، چې د جون له درېيمې نېټې سره سمون لري ،په هندوستان کې پيل شي.

دغه راز د هندوستان پر وړاندې ټسټ لوبه د جون په ١٤مه، پيل شي.

 د يادونې ده چې د کرکټ نړيوالې شورا تېر کال افغانستان ته د بشپړ غړيتوب دريځ ورکړ او له هغه وروسته افغانستان لومړۍ ټسټ لوبه له هند سره ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.