ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې روانه میاشت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۹ پېښې ثبت شوي

کندهار کې روانه میاشت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۹ پېښې ثبت شوي

author avatar
29 May 2018 - 18:34
کندهار کې روانه میاشت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۹ پېښې ثبت شوي
author avatar
29 May 2018 - 18:34

کندهار (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۷): د کندهار د ښځو چارو ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او یواځې روانه میاشت کې ۱۹ ورته پېښې ثبت شوي دي.

د ښځو چارو رییسې رقیې اڅکزۍ دغه څرګندونې ولایت مقام کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون په غونډه کې وکړې.

هغې زیاته کړه، روانه میاشت په کندهار کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۹ پېښې ثبت شوي چې ۸ یې د طلاق او پاتې نورې یې حقوقي مسایل، له وخت مخکې ودونه، وهل ټکول او نور دي.

خو دا وايي، له نېکه مرغه یو شمېر دغه قضیې څېړل شوي او یو شمېر نور تر څېړنې لاندې دي.

هغې یادونه وکړه چې اړوندې ټولې ادارې باید په ګډه کار وکړي، څو عامه پوهاوی ډېر شي او له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه ټيټه شي.

د کندهار والي زلمي ویسا په ټولنه کې له ښځو سره تاوتریخوالی د ناپوهۍ، جګړو او نورو ناخوالو له امله وګاڼه او سپارښتنه یې وکړه چې د جوماتونو، ښوونځیو او کلیوالي شوراګانو له لارې دې د ښځو حقونه بیان او په دې برخه کې عامه پوهاوی زیات کړای شي.

هغه زیاته کړه، ولایتي اداره په دې برخه کې جدي کار کوي څو ښځې له خپلو حقونو برخمنې شي او د ژوندانه په هر هر اړخ کې ورته اسانتیاوې ډېرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې یواځې یوه ښځینه څارنواله د ښځو اړوند دوسیې څېړي، سره له دې چې دغلته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه ده.

کندهار کې ښځینه مدني فعالانې وايي، په دې ولایت کې یواځې د یوې څارنوالې او یوې مدافع وکيلې شتون په هيڅ توګه بسنه نه کوي او دا ډېره ستونزمنه ده چې د ښځینه متضررینو دوسیې دې په سمه توګه وڅېړل شي او یا دې یې په حق کې منصفانه او پر عدالت ولاړه پرېکړه وشي.

د یادونې ده چې د بشر د حقونو ادارې تېر کال په کندهار کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۴۱ بېلابېلې پېښې ثبت کړي چې یې ۱۰۶ یې د فزیکي تاوتریخوالي، ۳۹ د زورزیاتي، ۱۲۰ یې لفظي او رواني او ۷۶ یې د حقوقي تاوتریخوالي لکه مهر، میراث او نورو  دي.

جګړه، بې کاري، د پوهې ټیټه کچه، کلتوري مسايل او نور د تاوتریخوالي د دغو پیښو د ډېرېدو عمده لامونه ګڼل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.