ايبک (پژواک،٨ غبرګولی ٩٧): چارواکي وايي چې د سمنګان ولايت د ولايتي روغتون آمر د مقناطیسي ماين په چاودنه کې وژل شوی او موټرچلوونکى يې ټپي دی.
د دغه ولايت د والي وياند محمد صديق عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاده پېښه نن له غرمې مخکې لس بجې د سمنګان ولايتي روغتون ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زياتوي چې په یاده پېښه کې د دغه ولایت د روغتون امر ډاکتر اکرم واسع زاده وژل شوی او د هغه موټر چلوونکى ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده چې له يادې پېښې وړاندې د سمنګان والي د ولايت مقام په جوړه شوې ناسته کې د ناامنۍ له زياتوالي څخه اندېښنه ښکاره کړه او له ټولو دولتي کارکوونکو څخه یې غوښته وکړه چې یادې موضوع ته دې متوجه واوسي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن