ایبک (پژواک، ۸غبرګولی ۹۷): د سمنګان چارواکي وايي چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ۳۰ بندیان د دغه ولایت له زندان څخه خوشې شول.
د سمنګان د استېناف څارنوالۍ رييس او د زندانیانو د دوسیو څېړنې کمېسیون مشر احمد رامین اندیشور، پژواک خبری اژانس ته وویل چې د غويي اتمې( د مجاهدینو د بریا ورځې) په مناسبت، دېرش بندیان چې یوه ښځه هم په کې شامله ده، د ولایت له محبس څخه خوشې شول.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد فرمان له صادرېدو څخه وروسته؛ ټاکل شوي کمېسیون د بندیانو ټولې دوسیې د څارنوالۍ، محکمې، د ښځو چارو او ملي امنیت ریاستونو د استازو په شتون کې څېړلې دي.
د هغه په وینا، د زندانیانو دوسیو ته د لاسرسي بهیر، د هېواد د ولسمشرله فرمان سره سم دوام لري او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې یو شمېر نور بندیان هم له بند څخه ازاد شي.
د سمنګان امنیه قوماندانۍ د محبس امر مل پاسوال شاه اغا شتاب، پژواک ته وویل، کوم کسان چې نن له زندان څخه خوشې شول د هېواد بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي چې د مختلفو جرمونو په ترسره کولو، له اته میاشتو ترڅلورو کلونو پورې په بند محکوم شوي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مهال د ۱۳ ښځو په ګډون چې جلا بلاک کې بندیانې دي ۲۵۵ کسان په درې بلاکونوکې د مختلفو جرایمو په ترسره کولو په جزا محکوم شوي او د خپل بنده موده د سمنګان ولایت په محبس کې تېروي.
په ورته وخت کې خوشې شوو بندیانو، د زندان د مسوولینو له چلند څخه خوښي وښوده.
د روی دواب ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۸کلن خال محمد چې د وهلو ټکولو په قضیه کې د ښکېلتیا له امله په څلورکاله بند محکوم شوی و، وايي: ((زه د بند په موده کې له هېڅ راز ستونزې سره مخ نه شوم، خواړه مو په ټاکلي وخت راکول کېدل، د استوګنې خونې مو ښې وې او د سواد زده کړې په کورسونو کې مو زده کړې کولې.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن