د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د قبایلو شورا: له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو ادغام غیرقانونی دی

د قبایلو شورا: له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو ادغام غیرقانونی دی

May 29, 2018 - 18:09

کابل (پژواک،۸ غبرګولی ۹۷): د ازاد قبایلوعمومي شورا وایي چې دپاکستان له لوري، له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو یوځای کول، د پاکستان خپلسری او غیرقانوني اقدام دی او قبایل یې نه مني.

 د دې شورا مشرزرجان شینواري، نن کابل کې د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې وویل: (( نږدې ۱۰۰ کاله کېږي چې قبایل ازاد دي او د پاکستان پارلمان له خوا له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د ادغام ناڅاپي پرېکړه د پوښتنې وړ او د ټولو هغو توافقاتو او ژمنو خلاف عمل دی چې مخکې له افغانستان سره لاسلیک شوي دي.))

هغه زیاته کړه: (( موږ دا پرېکړه نه منو، له افغان دولت او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې پر وړاندې یې ګام پورته کړي.))

د ازاد قبایلو د شورا مشر په وینا، د پاکستان حکومت قبایلي سیمو ته زرګونه پوځیان لېږلي، د دې اقدام پر وړاندې د اعتراض کوونکو غږ یې چوپ کړی، معترضان نیسي او یا یې ترورکوي.

د ازاد قبایلو د کرمې ایجسنۍ اوسېدونکي او د قبایلو عمومي شورا غړي نیک محمد منګل چې دې ناسته کې یې ګډون درلود، د پاکستان له لوري له خيبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیموادغام وغانده.

نوموړي زیاته کړه چې د قبایلي سیمو میلیونونه اوسېدونکي له اساسي خدمتونو څخه محروم دي او ان پاکستاني پوځیان د القاعدې په ګډون ترهګرې ډلې دې سیمو ته لېږدوي څو د سیمو په ناامنه کولو سره خپله ولکه پرې ټینګه کړي.

منګل وویل: (( اړتیا وه چې په دې اړه یوه ټولپوښتنه ترسره شوې واى څو قبایلو خپل نظرڅرګند کړى واى چې خپلواک پاتې کېږي، که له افغانستان او یا هم پاکستان سره یوځای کېږي.))

د قبایلو شورا دې غړي زیاته کړه: ((موږ د افغانستان برخه یو او له افغانستان څخه جلا نه یو، اوس پاکستان غواړي چې موږ له افغانستان څخه جدا کړي. له افغان دولت څخه غواړو څو د دې کارمخه ونیسي او اجازه دې نه ورکوي چې موږ د خیبرپښتونخوا ایالت برخه وګرځوي.))

د نیک محمد په خبره، پر قبایلي سیمو د پاکستان له لوري جګړه تپل شوې او ان خلکو ته د زده کړې زمینه هم نه ده برابره او دې سیمو کې د خلکو اولادونه نالوستی پاتې دي.

ددې اعتراضي غونډې په پای کې، اعتراض کوونکو د ۱۰ ماده ییز پرېکړه لیک پرمټ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو ادغام پرېکړه دې بېرته واخلي او خپل پوځیان دې له دې سیمو څخه وباسي.

د ازاد قبایلو شورا په ورته وخت کې ویلي دي چې پاکستاني پوځیان دې په دې سیمو کې د خلکو وژنې بس کړي او د کانونو له غیرقانوني کیندنو څخه دې هم ډډه وکړي.

 په دې پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو سازمان په ځانګړې توګه له افغان دولت څخه غوښتنه شوې چې پر پاکستان دې فشار راوړي څو له خپلې دې پرېکړې لاس واخلي.

قبایلي سیمې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه موقعیت لري، افغان حکومت وايي چې دا فرضي کرښه چې شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او په ۱۸۹۳ زیږدیزکال کې ( نږدې ۱۲۵کاله وړاندې) د پاکستان له جوړېدو مخکې د افغانستان د هغه مهال پادشاه امیرعبدالرحمان خان او د برېتانیایي هند د بهرنیو چارو وزیر سرمورتیمر ډیورنډ له لوري لاسلیک شوه، بې اعتباره بولي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement