ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکنو ته له څلور ميليونه ډېرو کسانو نوم ليکنه کړې ده

ټاکنو ته له څلور ميليونه ډېرو کسانو نوم ليکنه کړې ده

author avatar
29 May 2018 - 16:46
ټاکنو ته له څلور ميليونه ډېرو کسانو نوم ليکنه کړې ده
author avatar
29 May 2018 - 16:46

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې تر اوسه په ټول هېواد کې له يو ميليون او ۲۶ زرو څخه د ډېرو ښځو په ګډون له څلور ميليون او ۲۰ زره څخه زياتو کسانو  نوم ليکنه کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د هغه خپاره شوي جدول له مخې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رارسېدلې د تېرې ورځې تر ماز يګر پورې له څلور ميليون او ۲۰ زرو په شرايطو برابرو کسانو (ښځو،نارينه وو، کوچيانو،او اهل هنودو) د ولايتونو او ولسواليو په مرکزونوکې نوم ليکنه کړې ده .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه  څه باندې دوه ميليون او ۶۰۰زره نارينه، يو ميليون او ۲۶زره ښځو، څه باندې ۷۶زره کوچيانو او نږدې ۵۰۰ هندوانو او سکانو خپل نومونه ليکلي دي.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د رايې ورکونکو د نوم ليکنې لومړی پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د وري له ۲۵مې د غويي تر ۲۲مې، د ولسواليو په مرکزونو کې د غويي له ۲۵مې د غبرګولي تر اوومې او درېيم پړاو په کليو او لرې پرتو سيمو کې د غبرګولي له اوومې د همدې مياشتې تر ۲۲مې تطبيقېږي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ملي شورا د غړو له غوښتنو وروسته د ولايتونو په مرکزونو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې وخت د يوې مياشتې لپاره تمديد کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.