ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د سلګونه وژل شوو پولیسو له کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

کندهار کې د سلګونه وژل شوو پولیسو له کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

author avatar
29 May 2018 - 18:12
کندهار کې د سلګونه وژل شوو پولیسو له کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه
author avatar
29 May 2018 - 18:12

کندهار (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۷): د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مالي لګښت د دې ولایت د هغو ۴۵۰ پولیسو له کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه چې په جګړو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرستې دا لړۍ د پولیسو د هغو سرتېرو او افسرانو له کورنیو سره پيل شوې چې په تېر او روان لمریز کلونو کې یې د خلکو او خاورې په دفاع کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه مرسته چې هرې کورنۍ ته یو پسه، ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ کیلوګرامه بوره او ۲ بوشکې غوړي ورکول کېږی، د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مالي لګښت چمتو شوې ده.

دی وايي، د مرستې دا لړۍ د روژې او اختر په مناسبت ده او تر راتلونکو څو ورځو پورې به بشپړه شي.

د ده په خبره، د مرستې وېش د امنیې قوماندانۍ د یوه پلاوي له خوا تر سره کېږي چې وار له مخه یې ۴۵۰ مستحقې کورنۍ په نښه کړې دي.

د وژل شوو پولیسو د کورنیو غړي د امنیه قوماندان د لاسنیوي او مرستې له امله خوښي ښيي او وايي، د کورنیو وژل شوي غړي یې باید هېر نه کړای شي.

عبدالصمد د هغو درېیو سرتېرو ورور دی چې په معروف ولسوالۍ کې یې خپل درې وروڼه د پولیسو په لیکو کې له لاسه ورکړي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، درې وروڼه یې په معروف ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله چې د هېواد ساتنې په لار کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی وايي، د امنیه قوماندان دغه مرسته یې د کورنۍ اړتیاوې تر یوه وخته پوره کولای شي، خو هغوی  دوامداره مرستې ته اړتیا لري.

د ده په خبره، د وژل شوو سرتېرو کورنۍ باید هېرې نه کړای شي، دولت، مرستندویه ادارې او په خپله خلک باید تل مرستې ورسره وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.