ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال : د دشت کلا ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

ولسوال : د دشت کلا ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

author avatar
30 May 2018 - 13:42
ولسوال : د دشت کلا ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده
author avatar
30 May 2018 - 13:42

تالقان (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٧) : د تخار دشت کلا ولسوالۍ ته نږدې درې سیمې د وسله والو لاس ته ورغلي چې ورسره ددغې ولسوالۍ ښار له سقوط سره مخ شوی دی.

د دشت کلا ولسوال عبدالقیوم قانع د غبرګولي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار شپږ بجې د امنيتي ځواکونو پر پوستو او مورچو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، طالبان توانیدلي چې د باغ بایان خیر اباد او غاز تپه سیمې ونیسي او ځان د دشت کلا ښار ته نږدې کړي.

ولسوال وایي چې تر اوسه يو ولسي پوليس وژل شوی، د پاڅون کوونکو قوماندان ضابط علم نیول شوی او درې سیمه ییز پولیس ورک دي.

خو د دشت کلا د ښار یوه اوسېدونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دشت کلا زوړ ښاړ نیولی.

نوموړی وایي چې طالبان اوس مهال د دغې ولسوالۍ د کلینیک شاوخوا ته دي او د نوي ښار پر لور پرمختک کوي.

خو د تخار امنیتي چارواکي وايي چې مرستندويه ځواکونه سیمې ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم وسله وال طالبان وتوانيدل چې د ځینو سيمو په نیولو سره د جګړې کرښه د خواجه غار ولسوالۍ څنډو ته ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.