ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې چاودنې ٣ کسان وژلي او ١٣ نور يې ټپيان کړي

په کندهار ښار کې چاودنې ٣ کسان وژلي او ١٣ نور يې ټپيان کړي

author avatar
30 May 2018 - 09:33
په کندهار ښار کې چاودنې ٣ کسان وژلي او ١٣ نور يې ټپيان کړي
author avatar
30 May 2018 - 09:33

کندهار ښار (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٧): په کندهار ښار کې د يوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

د کندهار د والي وياند داوود احمدي د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار د ښار اړوند د مېوې مارکېټ تر څنګ د مستريانو په سراى کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې درې مستريان وژل شوي او ١٣ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دى وايي چې د چاودنې څرنګوالى تر اوسه نه دى معلوم، د پوليسو ټېم ساحې ته رسېدلى او د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته ١٣ ټپيان ور وړل شوي چې د شپږو ټپونه ژور دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.