جلال اباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت د نظامي شورا د پرېکړې له مخې جلال اباد ښار ته د ټولو ننوتونکو موټرو او خلکو د ثبت لړۍ پيل شوه، چې چارواکي يې موخه دلته د امنيت تامین ګڼي.
د ننګرهار والي حيات الله حيات چې د غبرګولي په ۹مه يې له څو نورو ملکي او نظامي چارواکو سره په ګډه د درونټې په ساحه کې د جلال اباد ښار د لوېدېځې دروازې له تالاشۍ پوستې ليدنه کوله، په دې اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
هغه وويل، سره له نن څخه به د جلال اباد ښار په څلورو دروازو او درېيو نورو ساحو کې د ګډو ځواکونو له لوري ښار ته د راتلونکو ټولو خلکو او موټرو ثبت او دقيقه تالاشي کېږي.
دی وايي: ((دقيق ارقام به اخيستل کېږی، څوک راځي، څومره کسان ورسره دي، څومره وسله ورسره ده، يو به مو امنيت ساتلی وي او بله به مو د راتلونکو مېلمنو د قدر لپاره زمينه هم برابره کړې وي.))
د ده په وينا، دغه چاره به جلال اباد ښار ته د غير مسووله وسله والو د راتګ او نورو غير قانوني کړنو د مخنيوي سبب شي.
نوموړی وايي، دا ځانګړي چيک پاينټونه د ملي اردو په مشرۍ د ملي پوليسو او ملي امنيت موظفينو له لوري په ګډه رامنځ ته شوي دي.
حيات ډاډ ورکړ چې د تالاشۍ دا چيک پاينټونه به تر هغه دوام وکړي، تر کومه وخته چې د ټول ننګرهار له امنيت څخه ډاډ نه وي حاصل شوی.
په ورته وخت کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي هم ډاډ ورکړ چې د دوی پرسونل به په خپله دنده کې له پوره وړتيا او صداقت څخه کار واخلي.
د ولایتي شورا غړي سهراب قادري د ښار په دروازو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د پلټنو د پیل ستاینه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ چې د دې چارې په ترسره کېدو سره به په ښار کې د امنیتي ستونزو مخه ونیول شي.
د يادولو ده چې د ګډو ځواکونو د دغو چيک پاينټونو ترڅنګ به په جلال اباد ښار کې د ريزرف په نوم يوه بله ګارنيزيون ته ورته قطعه هم موجود وي، چې هم به د بېړنيو پېښو پرمهال عمليات کوي او هم به وخت ناوخته د ځانګړو پلټنو او تالاشيو پرمهال د موټرو د تورو ښيښو پاکولو او غيرقانوني موټرو او وسلو مخنيوی هم کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن