ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دشت کلا ولسوالۍ سقوط وکړ

دشت کلا ولسوالۍ سقوط وکړ

author avatar
30 May 2018 - 16:28
دشت کلا ولسوالۍ سقوط وکړ
author avatar
30 May 2018 - 16:28

تالقان (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٧): د تخار د دشت کلا ولسوالۍ مسوولين وايي، دې ولسوالۍ سقوط کړى او مهمې ودانۍ د طالبانو له خوا نيول شوې دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبد الخليل اسیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار شپږ بجې د دشت کلا بازار ته نږدې د امنیتي ځواکونو په مورچو بریدونه پيل کړل.

ده زياته کړه، ماسپښين کابو دوه بجې د دوی ځواکونو د ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت ودانۍ پرېيښي او جګړه د ښار په يوه څنډه (دوهم چوک) کې دوام لري.

د ده په خبره، طالبانو د دغې ولسوالۍ د دولتي ادارو ودانیو ته اور ورته کړی دى.

هغه زياته کړه، تر اوسه ١٨ طالبانو او اته امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

ځایي اوسېدونکي هم وایي چې وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ له درېيو خواوو بریدونه وکړل او دغه ولسوالۍ يې ونيوله.

د دشت کلا د ښار اوسېدونکي شرافت الله پژواک ته وویل چې طالبانو د دولتي ودانیو  له نيولو سره سم یې اور ورته کړی دى.

ده زياته کړه، په ښار کې دننه یو سرای او ځینې هټۍ هم د سوځېدو په حال کې دي.

طالب ویاند ذبیح مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې په بشپړه توګه د دشت کلا ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې او ويلي چې په دغه جګړه کې د امنیتي ځواکونو درې ټانکونه ویجاړ شوي او ٢٤ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بايد وويل شي چې د یادې ولسوالۍ ادارې له سقوط سره سره، لا هم د ښار په څنډه کې د دواړو لوریو ترمنځ نښته روانه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.