لومړې کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٧): کابل کې د کورنيو چارو وزارت بريد تر يو نيم ساعته نښتې وروسته د ٨ بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د غبرګولي په ۹ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نښته د اتو بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده او په دې بريد کې يو پوليس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، تر غرمې وروسته لومړی د ياد وزارت لومړي قراول کې د موټر په وسيله درنه چادونه وشوه او تر هغې وروسته، وسله والو د دغه وزارت پر ودانۍ ډله ييز بريد وکړ.
په سيمه کې د پژواک خبريال وايي چې شاوخوا دوه بجې په سيمه کې ډزې بندې شوې دي ، خو سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بنده ده.
د محمدفهيم په نوم يو عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې وروسته په ١٢ نيمو بجو تر سره شو او تر هغه وروسته نښته پيل شوه.
تر دې دمه د دې بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او دولتي چارواکو يې هم په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن