ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د زابل د والي استعفى منظوره کړه

ولسمشر غني د زابل د والي استعفى منظوره کړه

author avatar
1 Jun 2018 - 09:00
ولسمشر غني د زابل د والي استعفى منظوره کړه
author avatar
1 Jun 2018 - 09:00

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧) : ولسمشر غني د زابل د والي خيال محمد حسيني استعفى ومنله او د هغه دنده پاى ته ورسېدله.

د سيمييزو ارګانونو خپلواکې ادارې لخوا د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د زابل والي خيال محمد حسيني څو ورځې مخکې د شخصي او روغتيايي ستونزو له امله استعفى ورکړې وه.

سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر غني د هغه استعفى منظوره کړې او په زابل کې د والي په توګه د هغه دنده پاى ته ورسېده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د زابل د ولایت لپاره د نوي والي تر ګمارل کیدو پورې به ددغه ولایت مرستیال رحمت الله يارمل د ولایت مقام له چارو وارسي کوي.

حسيني تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو د وکيل په توګه دنده ترسره کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.