د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پوليسو په بدخشان کې يو سټېنګر ميزايل نيولی

پوليسو په بدخشان کې يو سټېنګر ميزايل نيولی

Jun 01, 2018 - 10:06

فيض اباد(پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۷): د بدخشان پوليس وايي، د سټېنګر يو راکټ د لېږد په تړاو يې دوه تن نيولي او کابل ته يې استولي دي.

د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد صابر ارين په يوه خبري ناسته کې وويل، د وسلو قاچاقبرو غوښتل دغه سټېنګر راکټ له يو ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي، چې د پوليسو له لوري ونيول شو.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې وه چې ياد سټېنګر ميزايل د افغان هوايي ځواک پر ضد وکارول شي، خو پوليسو يې مخه ونيوله.

امنيه قوماندان د ياد ميزايل د نېول کېدو ځای په ګوته نه کړ، خو زياته يې کړه چې ميزايل د بدخشان پوليسو او د کورنيو چارو وزارت منسوبينو نيولی دی.

په ورته وخت، ارين د وسلو د يوې زېرمې د کشف هم خبر ورکړ او ويې ويل چې لسګونه ډول وسلې چې وسله وال طالبانو غوښتل د امنيتي ځواکونو پر ضد يې وکاروي.

د ده په وينا، ټولې نیول شوې وسلې روسيې دي چې د تېرو کلونو جګړو څخه پاتې شوې او وسله والو مخالفينو غوښتل چې د امنيتي ځواکونو پر ضد يې وکاوري.

سرچينه وايي، له يادو وسلو سره څوک نه دي نيول شوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement