ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : لوګر کې د يوه مهم قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

چارواکي : لوګر کې د يوه مهم قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

author avatar
1 Jun 2018 - 15:07
چارواکي : لوګر کې د يوه مهم قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي
author avatar
1 Jun 2018 - 15:07

پل علم (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧) : چارواکي وايي، چې په لوګر ولايت کې د بېلا بېلو عملياتو کې په ترڅ کې ديوه مهم قوماندان په ګډون ١٢ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون امنيتي ځواکونه له څرخ ولسوالۍ څخه د مرکز پر لور روان و، چې د وسلوالو له کمين سره مخ شول.

هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين د خپل کمين ښکار شول او رامنځته شوې نښته کې د طالبانو د سويلي زون مرستيال عبدالنافع له يوه پخواني ولسوال مو لوي دوست محمد سره يو ځای ووژل شول.

دى وايي، چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو زيان نه دى اوښتى.

احمدزي دغه راز وويل، چې نن د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګډو امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې لس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې عمليات اوس هم روان دي او وژل شوي وسله وال ټول د یادې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلي د اړوندو سیمو اوسیدنکي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.