کندوز ، ميمنه (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧) ځايي مسوولين وايي، چې په کندوز او فارياب ولايتونو کې دوه تنه دولت پلوه سيمييز قوماندانان وژل شوي دي.
د کندوز ښار د څلورمې امنيتي حوزې ا مر شېراحمد د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمييزو پوليسو يو قوماندان عزيز الله ناصري نن سهار د ښار اړونده د سرچرخاب په سيمه کې وژل شوى.
هغه زياته کړه، چې نوموړى له خپلو ساتونکو د خپلو ځمکو په لوري روان و، چې په لاره کې د طالبانو په کمين کې پرېوتى و.
د نوموړي په وينا، په دې بريد کې ياد قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى او يو تن ټپي ى دى.
طالبانو د نوموړي د وژلو مسووليت په غاړه اخيستى.
بلخوا په فارياب ولايت کې د ولسي پاڅون کوونکو يو تن قوماندان چې د جنبش ګوند غړى و، د وسله والو مخالفينو لخوا وژل شوى دى.
د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش پژواک ته وويل، چې د ولسي پاڅونوالو قوماندان ملا کرم بيکزاد نن سهار په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې وژل شوى.
د يادې ولسوالۍ اجرائيه مدير سيد شراف الدين وايي، چې ملا کرم د جنبش يو له سرسختو قوماندانانو څخه و او له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو پر ضد جنګېدلو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن