ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ښځينه کارکوونکې له کولتوري محدوديتونو او ناامنۍ سره مخ دي

اروزګان کې ښځينه کارکوونکې له کولتوري محدوديتونو او ناامنۍ سره مخ دي

author avatar
2 Jun 2018 - 12:59
اروزګان کې ښځينه کارکوونکې له کولتوري محدوديتونو او ناامنۍ سره مخ دي
author avatar
2 Jun 2018 - 12:59

ترينکوټ ( پژواک، ١٢ غبرګولى ۹۷) د اروزګان د ښځو چارو ریاست مسوولین وايي،امنيتي ستونزې،کلتوري محدودیتونه او ترڅنګ يې د عامه پوهاوي نشتوالی ددې لامل شوي چې زياتې لوستې مېرمنې په کور ناستې او په دولتي ادارو کې له کار ه منع شوې دي.

د ځايي مسوولينو دمعلوماتو له مخې، يواځې ددې ولايت په پوهنې او عامې روغتيا رياستونو کې د ګوتو په شمېر څو تنه ښځينه کارکوونکې دندې ترسره کوي.

د اروزګان د ښځو چارو ریاست د حقوقو د څانګې پخوانۍ  مديرې فاطمې موسوي پژواک اژانس ته وویل چې له  تېرو څلورو کلونو راهیسې يې په دغه ریاست کې دنده ترسره کوله چې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شوې ده.

هغې زياته کړه، زیات وخت به دفتر ته پر لاره خلکو بدې خبرې ورته کولې، د امنيت د نه شتون احساس يې کاوه او هر وخت د تښتول کېدو  وېره ورسره وه.

نوموړې وايي، د همدې ستونزو له امله يې پنځه مياشتې مخکې خپله دنده پرېښوده  او اوس په کور ناسته ده.

مېرمن موسوي زياتوي، د دندې په وروستیو ورځو کې به يې له کوره تر ادارې څو کيلومتره پلی مزل کاوه او دلارې پر اوږدو کې شته نا امني هم ددې لامل شوه چې نوره دنده پرېږدي.

بلخوا په ترينکوټ ښار کې د نجونو د يواځېنۍ لېسې ښوونکې او زده کوونکي هم وايي چې پر لاره ځورول کېږي.

د ملالۍ لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې عايشې پژواک اژانس ته وویل، د ځورونو او نا امنيو له امله لسګونو نجونو ښوونځى پرېيښى دى، په کور ناستې دي يا يې نورو ولايتونو ته ځانونه سه پارچه کړي دي.

د هغې په وينا، دغلته امنیتي وضعیت اوس تر بل هر وخت خراب شوی او ترینکوټ کې مېشتې نجونې بيا د کلتوري ستونزو او د لارې په اوږدو کې د يوشمېر کسانو له خوا د ځورلو له امله زده کړه پرېيښې دي.

په دغه ولايت کې د ملالۍ لېسې يوې ښوونکې چې غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، هره ورځ يې خاوند دندې ته له ورتګ سره مخالفت کوي، ځکه دغلته په هغو مېرمنو پسې خبرې کېږي چې دولتي دندې لري.

هغې پژواک اژانس ته وويل،که څه هم په ښځینه لېسه کې نجونو ته درس ورکوي، نو له زياتو ستونزو سره مخامخ کېږي.

ښځينه کارکوونکې اندېښنه لري چې که وضعيت همداسې روان وي، نو شته ښځينه کارکوونکې به هم دندې پرېږدي او په کور به کېني.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په ولايت مقام کې يواځېنۍ ښځينه کارکوونکې هم د ستونزو له امله دنده پرېيښې، په کور ناسته ده او پر ځاى يې نارينه نيول شوى دى.

د ترينکوټ ښار يو تن اوسېدونکى عبيدالله وايي چې دوى په دغه برخه کې کومه ستونزه نه لري، خو په لاره کې د ځورونو او امنيتي ستونزو له امله نه شي کولى چې د کورنۍ ښځينه غړو ته په دولتي ادارو کې د دندو اجازه ورکړي.

د هغه په وينا، کله چې ډاډمنه فضا رامنځته شي، نو بيا کېداى شي چې ښځې هم دندې ترسره کړي.

د اروزګان د ښځو چارو رياست هم مني چې د ځېنو کولتوري محدوديتونو، امنيتي ستونزو او د عامه پوهاوى نشتوالى ددې لامل شوى، چې لوستې مېرمنې په کور ناستې دي او له دندې ترسره کولو يې ډډه کړې ده.

اروزګان د ښځو چارو رييسه نجيبه مهرزاد وايي، د ادارو له خوا چې کله بستونه اعلان ته سپارل کېږي ؛ نو هلته لوستې ښځينه هم کولی شي چې نوم ليکنه وکړي، خو دا زياتوي، هېڅ ښځينه زړه نه ښه کوي چې دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، تمه لري چې تر دې وروسته په دولتي ادارو کې د ښځينه مامورینو ونډه زياته شي او په دغه برخه کې د کورنۍ مشران او يو شمېر نور خپل مسووليت ادا کړي.

مېرمن مهرداد مني چې په خپل ریاست کې يواځېنۍ ښځينه مامورې هم دنده پرېيښې خو زياتوي، چې هغه  هرات ولايت ته خپل کور ته تر سفر وروسته بيا دندې ته نه ده حاضره شوې.

د نوموړې په وينا، نه يواځې دغلته د لوستو ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي زیات او کارکولو ته نه پرېښودل کېږي، بلکې له تېرو څو میاشتو راهیسې په اروزګان کې ګڼې نجونې په مرموزه توګه وژل شوې او مجرمین يې نه دي نيول شوي.

د اروزکان ولایت مقام وایي چې دوی په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د لومړيتوب حق  ورکوي او هرڅوک کولی شي چې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي.

د ولايت مقام مرستیال عبدالواحد پټان وايي،په دولتي ادارو کې د ښځو کارکولو پر وړاندې هېڅ ستونزه نشته او هره ښځينه لوستی چې په شرایطو برابره وي کولی شي چې د ازادې سيالۍ له لارې نوم لیکنه او ازموينه ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.