ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت افغانستان کې نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره مياشت افغانستان کې نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
2 Jun 2018 - 15:26
تېره مياشت افغانستان کې نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
2 Jun 2018 - 15:26

کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٧): افغانستان کې تېره (مې) مياشت په ٢٠٥ بريدونو کې نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېرې ښيي چې د مرګ ژوبله کچه د اپريل په پرتله ٤٢ سلنه لوړه شوې ده.

دغه راز د مرګ ژوبلې په اړه د پژواک د مياشتنيو راپورونو له مخې، وړمه (اپرېل) مياشت کې د هېواد په ٢٧ ولايتونو کې ١٧٣ بريدونه تر سره شوي وو او په دغو بريدونو کې ١٢٢٠ تنه وژل شوي او ٨٦٦ نور ټپيان وو.

خو د روان ميلادي کال په مې مياشت کې د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې په دغه مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٨ کې ١٧٦٢ کسان وژل شوي او ١١٩٠ نور ټپيان دي.

تر لاسه شوې شمېرې ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٩ تنو څخه څوارلسو ته په مخامخ نښتو، دوو ته په چاودنو او يوه، يوه ته په هوايي بريدونو، هدفي وژنو او ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده

مې کې د ټولو بريدونو نږدې نيمايي په فارياب، ننګرهار،غزني او هلمند کې او پاتې په ٢٥ نورو ولايتونو کې تر سره شوي، خو پژواک تېره مياشت له بلخ، باميانو،نورستان ، پنجشېر، دايکنډي او کونړ ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

د پوځي چارو شنونکى جاوېد کوهستانى وايي، ننګرهار کې ځکه بريدونه ډېر دي چې هلته د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډله هم ستر مرکز لري او دغه ولايت له پاکستان سره په پوله پروت دى.

د ده په وينا،وسله وال مخالفين په اسانۍ سره کولاى شي ننګرهار کې له پاکستان څخه خپل اکمالات وکړي.

هغه وايي چې فارياب، کې قومي اختلافونو او دغه راز دغه ولايت ته د دولت د پاملرنې د کموالي له امله، له دولت څخه د خلکو ناخوښي د دې لامل شوې چې وسله وال مخالفين هلته نفوذ پيدا کړي او ځينې کسان ورسره ملګري شي.

دى وايي، د همدغو لاملونو له مخې، په دغو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پوځي تحرکات زيات دي او چېرته چې د مخالفينو تحرکات زيات وي، هلته د دولتي ځواکونو پوځي عمليات هم ډېر وي.

کوهستاني زياتوي، په هلمند کې بريدونه ځکه ډېر دي چې هلته ډېر کوکنار کرل کېږي او وسله وال مخالفين له دې امله چې له دې لارې عايد تر لاسه کوي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې ډېرې سيمې تر کنټرول لاندې راولي. ده وويل چې امريکايي ځواکونو هم په دې وروستيو کې هلمند کې د ترياکو د پروسس پر مرکزونو بريدونه کړي او وسله والو مخالفينو هم تحرکات ښودلي دي.

دى وايي، هلته د ناامنيو بل لامل دا دى چې هلمند د ډيورند کرښې سره پروت دى او  وسله وال مخالفين په اسانۍ سره کولاى شي هلته له پاکستان څخه خپل اکمالات وکړي.

د ده په وينا، په غزني کې د قومي ستونزو تر څنګ د اړوندو حکومتي چارواکو کمزورى مديريت د دې لامل شوى چې وسله وال مخالفين هلته ډېر خوځښت او بريدونه وکړي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي هم وايي، په هغو سيمو کې ډېر پوځي عمليات کوي چېرته چې د دولت وسله وال مخالفين ډېر فعاليت ولري.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت ټول١٧٦٢ کسان وژل شوي او ١١٩٠ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک يې شونى نه دى.

خو د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د راپور له مخې چې نن خپور شو، تېره مياشت د افغانستان په  جګړو کې څه باندې ٥٠٠  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد دې نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله په کې نه وي اوښتې، خو د مې ١٥مه د دې مياشتې تر ټولو خونړۍ ورځ ده؛ ځکه چې په دغه ورځ پژواک د ٣٦٨ تنو د وژل کېدو او ٢٥٢ نورو د ټپي کېدو راپورونه تر لاسه کړي و.

د چارواکو په وينا، د دغې مرګ ژوبلې تر ټولو ډېره په فراه کې د دغه ولايت پر مرکز د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريدونو کې اوښتې وه. دولتي سرچينو ويلي و چې په دغو بريدونو کې شاوخوا ٣٠٠ وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړې وې او ويلي يې و چې لسګونه دولتي کسان وژل شوي دي. دولتي سرچينو بيا د طالبانو څرګندونې ناسمې بللې دي.

د سيمې عامو وګړو د دولت او طالبانو دواړو څرګندونې نه وې تاييد کړې او ويلي وو چې د ښکېلو غاړو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه معلومات نه لري. دغه راز هغوى ويلي وو چې په دغو نښتو کې شاوخوا لس تنه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

لس هغه ولايتونه چې ډېره مرګ ژوبله لري

د پوځي چارو شنونکی جنرال زلمی وردک وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلى کچه د جګړې په ډول او تکتيک پورې اړه لري.

هغه وايي چې په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې تر سره کېږي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

افغانستان کې د تېرو کلونو تجربه ښيي چې هر کال د هوا په ګرمېدو سره جګړه زور اخلي او له امله يې مرګ ژوبله ډېرېږي.

د پژواک خبري اژانس د مياشتنيو راپورونه له مخې، تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى

د مرګ ژوبلې شمېرې ښيي چې تر اوسه سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى.

په منځنۍ کچه د تېر کال په لومړيو پنځو مياشتو کې شاوخوا ٩٥٠٠، خو د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې نږدې ١٠٣٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د تر لاسه شويو شمېرو له مخې، سږکال هم د تېر په څېر مرګ ژوبله مخ په ډېرېدو ده او تېر کال په ټول هېواد کې ٢٥ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د افغان وژنې د درېدو په موخه سوله وکړئ!

د فراه د پشترود ولسوالۍ د “نعل دښت” د سيمې اوسېدونکې ۴۵  کلنه بي بي ګله چې څه موده وړاندې يې ورور چې وسله وال طالب و، ووژل شو، وايي:”که طالب وژل کېږي او که سرتېری، دواړه زموږ اولادونه دي، خدای دې ورحميږي چې دواړه لوري سوله وکړي.”

د هغې په وينا، اوس يې د ورور يتيم اولادونه په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي او د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو ته حيران دي .  بي بي ګله وايي، د وژل شوو دولتي سرتېرو د کورنيو به هم ورته حال وي.

هغه له ښکېلو غاړو غواړي، له روانې “کور ورانوونکې” جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي، ځکه چې دغه جګړه د دواړه لوريو کورنۍ د تباهۍ کندۍ ته غورځوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.