جلال اباد (پژواک، ١٢ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي،په دغه ولايت کې شاوخوا زر جريبه ځمکه کې د شفتالو باغونه جوړ شوي، چې سږ کال يې ۱۸۵۰ مټريک ټنه حاصل ورکړی دی.
د کرنې رياست په وينا، د شفتالو دغه حاصل بزګرانو ته د جريب په سر تر ۱۵۰ زره افغانيو پورې ګټه رسوي او د پاکستاني شفتالو ښه بديل هم دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي پژواک خبري اژانس سره د مرکې پرمهال وويل، د کرنې وزارت د باغدارۍ او مرغدارۍ د ملي پروګرام له لارې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې د شفتالو ګڼ شمېر باغونه جوړ شوي دي.
دی وايي، ياد باغونه د بزګرانو په شخصي ځمکو کې جوړ شوي چې اندازه يې شاوخوا زر جريبه ځمکې ته رسېږي.
هغه زياته کړه، له هر جريب باغ څخه ۳۵۰ کيلوګرامه حاصل ټولېږي او بزګرانو ته يې له ۲۰ زره نيولې تر ۱۵۰ زره افغانيو پورې ګټه رسېږي.
د رحميزي د معلوماتو له مخې، د يادو باغونو جوړېدو چارې له تېرو درېيو کلونو راهيسې پيل شوي، چې لا هم ځينې باغونه حاصل ته نه دي رسېدلي؛ خو ډاډ يې ورکړ چې را روان کال به ټول باغونه حاصل ورکړي.
د کرنې رييس زياتوي، د ننګرهار د کرنې ریاست د میوه جاتو څېړنیز مرکز له لوري تر څېړنو وروسته د شفتالو داسې ډولونه رامنځ ته شوي، چې د نورو داخلي او پاکستاني شفتالو په پرتله خورا ژر په حاصل راځي او ننګرهار کې يې ګڼ شمېر باغونه جوړ شوي دي.
هغه يادونه کوي چې دغه شفتالوورايټۍ Flawwhite او Wiowhite نومېږي او د تحقيق او ترويج په موخه له ايټاليا هېواد څخه ننګرهار ته راوړل شوي دي.
دی وايي، دغه باغونه د ننګرهار سرخرود، بهسودو، ښېوې او کامې ولسواليو کې جوړشوي او پلان دی چې په نورو ولسواليو کې هم جوړ شي.
د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ يوه بزګر قسيم الله چې پخوا يې په خپله ۱۵ جريبه ځمکه کې د انارو باغ جوړ کړی و، پژواک ته وويل چې له ياد باغ څخه د حاصل نه تر لاسه کولو وروسته يې دوه کاله وړاندې ياد باغ له منځه یوړ او د کرنې رياست په مشوره يې د شفتالو باغ جوړ کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن