ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې وسله والو د روژه ماتي پرمهال دوه پوليس ووژل

author avatar
2 Jun 2018 - 21:27
author avatar
2 Jun 2018 - 21:27

جلال اباد (پژواک ۱۲ غبرګولی ۹۷) : د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې نا معلومه وسله والو د روژه ماتي پرمهال دوه پوليس ووژل.

عيني شاهدان وايي پوليس په تالاشۍ څلور لاري کې روژه ماتي ته ناست وو، چې وسله والو پرې ډزې وکړې.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل نن ماښام د روژه ماتي پرمهال نامعلومه وسله والو د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند تالاشۍ څلور لارې سيمه کې پر پوليسو ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، په ډزو کې دوه پوليس وژل شوي او وسلې يې هم وسله والو له ځانه سره وړې دي.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د پېښې مسوليت نه دی منلی.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.