د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږکال ننګرهار کې د شفتالو باغونو ۱۸۵۰ مټريک ټنه حاصل ورکړى

سږکال ننګرهار کې د شفتالو باغونو ۱۸۵۰ مټريک ټنه حاصل ورکړى

Jun 02, 2018 - 12:01

جلال اباد (پژواک، ١٢ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي،په دغه ولايت کې شاوخوا زر جريبه ځمکه کې د شفتالو باغونه جوړ شوي، چې سږ کال يې ۱۸۵۰ مټريک ټنه حاصل ورکړی دی.

د کرنې رياست په وينا، د شفتالو دغه حاصل بزګرانو ته د جريب په سر تر ۱۵۰ زره افغانيو پورې ګټه رسوي او د پاکستاني شفتالو  ښه بديل هم دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي پژواک خبري اژانس سره د مرکې پرمهال وويل، د کرنې وزارت د باغدارۍ او مرغدارۍ د ملي پروګرام له لارې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې د شفتالو ګڼ شمېر باغونه جوړ شوي دي.

دی وايي، ياد باغونه د بزګرانو په شخصي ځمکو کې جوړ شوي چې اندازه يې شاوخوا زر جريبه ځمکې ته رسېږي.

هغه زياته کړه، له هر جريب باغ څخه ۳۵۰ کيلوګرامه حاصل ټولېږي او بزګرانو ته يې له ۲۰ زره نيولې تر ۱۵۰ زره افغانيو پورې ګټه رسېږي.

د رحميزي د معلوماتو له مخې، د يادو باغونو جوړېدو چارې له تېرو درېيو کلونو راهيسې پيل شوي، چې لا هم ځينې باغونه حاصل ته نه دي رسېدلي؛ خو ډاډ يې ورکړ چې را روان کال به ټول باغونه حاصل ورکړي.

د کرنې رييس زياتوي، د ننګرهار د کرنې ریاست د میوه جاتو څېړنیز مرکز له لوري تر څېړنو وروسته د شفتالو داسې ډولونه رامنځ ته شوي، چې د نورو داخلي او پاکستاني شفتالو په پرتله خورا ژر په حاصل راځي او ننګرهار کې يې ګڼ شمېر باغونه جوړ شوي دي.

هغه يادونه کوي چې دغه شفتالوورايټۍ Flawwhite  او Wiowhite نومېږي او د تحقيق او ترويج په موخه له ايټاليا هېواد څخه ننګرهار ته راوړل شوي دي.

دی وايي، دغه باغونه د ننګرهار سرخرود، بهسودو، ښېوې او کامې ولسواليو کې جوړشوي او پلان دی چې په نورو ولسواليو کې هم جوړ شي.

د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ يوه بزګر قسيم الله چې پخوا يې په خپله ۱۵ جريبه ځمکه کې د انارو باغ جوړ کړی و، پژواک ته وويل چې له ياد باغ څخه د حاصل نه تر لاسه کولو وروسته يې دوه کاله وړاندې ياد باغ له منځه یوړ او د کرنې رياست په مشوره يې د شفتالو باغ جوړ کړ.

دی وايي، د شفتالو نيالګي د کرنې رياست ورکړي او سږکال يې هم له يوه جريب باغ څخه چې لا پوره حاصل ته نه دى رسېدلى، تر ۳۰ زره افغانيو پورې  يې حاصلات  ترې خرڅ کړي دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د دوی د حاصلاتو د بازار برخې ته دې ډېره پاملرنه وشي؛ ځکه په ننګرهار کې د شفتالو د باغونو رواجېدل کولی شي د کوکنارو ښه بديل او د پاکستاني شفتالو واردېدو د مخنيوي سبب شي.

دغه راز د کامې ولسوالۍ يوه کروندګر ملک ضراب هم پژواک ته وويل چې په خپله ځمکه کې د شفتالو د باغ په جوړېدو خوښ دی.

دی وايي، باغ يې درې کلن دی او سږکال يې ډېر ښه حاصلات ورکړي دي.

هرکال د پاکستان شفتال  د افغانستان د شفتالو له پخېدو مخکې بازارونو ته وړاندې کېږي، خو د شفتالو دغه ډول بڼونه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې جوړې شوي د پاکستان له شفتالو څخه مخکې بازار ته رسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement