ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د اوو دولتي کارکوونکو په ګډون لس کسان نيول شوي

هرات کې د اوو دولتي کارکوونکو په ګډون لس کسان نيول شوي

author avatar
2 Jun 2018 - 18:11
هرات کې د اوو دولتي کارکوونکو په ګډون لس کسان نيول شوي
author avatar
2 Jun 2018 - 18:11

هرات(پژواک،١٢غبرګولى٩٧): د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دولتي ادارو اووه کارکوونکي د بډې اخيستو په تور او دري تنه نور د ځانمرګو بريدونو او چادونو په تور نيول شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې په يادو کسانو کې د کار او ټولنيزو چارو رياست د پوليسو د محاسبې د ثبت مدير،د انجيل ولسوالۍ د حقوقو امر او پنځه تنه نور د هرات دګمرک د رياست کمېشن کاران شامل دي چې په څو ځانګړو پېښو کې نيول شوي دي.

د فرهاد په خبره، ياد کسان د رشوت اخيستلو پر مهال د هرات ولايت د ملي امنت د کارکوونکو له لوري نيول شوي دي.

د هرات د والي وياند وويل چې ددغه ولايت د انجيل ولسوالۍ د حقوقو مدير د ٥٠ زره افغانيو رشوت اخيستنې پر مهال نيول شوى دى.

هغه د شپږو نورو د بډو اخيستو د اندازې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې په دې اړه به له څېړنو وروسته معلومات په ډاګه کړي .

بله خوا درې تنه د ځانمرګو او نورو ترهګريزو بريدونو په تور نيول شوي دي.

د هرات د والي وياند وويل چې دغه درې تنه د ملي امنيت ځواکونو د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې نيولي دي.

دده په خبره چې په نيول شوو کسانو کې د باغيس د طالبانو يو مشهور قوماندان ملاعبدالمجيد هم شامل دى چې د هرات ښار د شيدايي کمپ په سيمه کې نيول شوى .دويم نيول شوى کس هرات ته د ځانمرګي بريد په موخه رالېږل شوى و، مخکې له دې چې چاودېدونکي توکي لاسته ورشي نيول شوى او درېيم تن هم دترهګريز فعاليت په تړاو نيول شوى دى

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.