ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د کانکور  کارت اخيستو پرمهال  يوه نجلۍ مړه او ٢١ نورې ټپيانې شوې

بلخ کې د کانکور کارت اخيستو پرمهال يوه نجلۍ مړه او ٢١ نورې ټپيانې شوې

author avatar
3 Jun 2018 - 16:13
بلخ کې د کانکور  کارت اخيستو پرمهال  يوه نجلۍ مړه او ٢١ نورې ټپيانې شوې
author avatar
3 Jun 2018 - 16:13

مزارشريف(پژواک،١٣غبرګولى٩٧):بلخ ولايت کې د کانکور ازموينې د کارت اخيستلو پرمهال  يوه نجلۍ مړه شوې او ٢١ نورې ټپيانې شوې دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نجونې د کارت اخيستنې په موخه فاطمه بلخي ښوونځي ته ورغلې وې.

هغه وايي چې د کارت اخيستنې پرمهال د ګڼې ګوڼې له امله يوه نجلۍ مړه شوې او ٢١ نورې ټپيانې شوې دي.

د نوموړي په وينا، دا مهال امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او هرڅه په ګنټرول کې دي.

دغه راز د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه د يو نجلۍ مړى او ٢١ نورې په ټپي حالت کې دوى ته انتقال شوې دي.

هغه وويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه ډول پېښې د خلکو د بې پروايۍ او بې نظمۍ له امله رامنځته کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.