ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست مېرمنې : موږ ته تذکرې نه راکول کېږي

د خوست مېرمنې : موږ ته تذکرې نه راکول کېږي

author avatar
3 Jun 2018 - 16:08
د خوست مېرمنې : موږ ته تذکرې نه راکول کېږي
author avatar
3 Jun 2018 - 16:08

خوست ښار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۷): د خوست د ښځو چارو رياست مسوولين او ددې ولايت يو شمېر نورې مېرمنې وايي چې دوی ته تذکرې نه ورکول کيږي.

دغو مېرمنو چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده، نن د غبرګولي په ۱۳مه په يوه اعتراضيه غونډه کې د تذکرو د وېش پر ادارې تور ولګاوه چې ښځو ته د تذکرو په وېش کې ناغېړي کوي.

هغوی په خپلو خبرو کې ويل چې د تذکرو د وېش اداره د ځينو مشخصو کسانو په اشاره په لوی لاس په ټاکنو کې ښځې له ګډون څخه بې برخې کوي.

دوی ليکلي شعارونه هم له ځان سره راوړي وو او له حکومت څخه يې غوښتنه کوله چې د تذکرو د وېش مسوولين تر عدليي تعقيب لاندې ونيسي.

د روشن په نوم يوې ښځې وويل چې د دې ولايت زياتره ښځې له تذکرو اخيستلو پاتې دي او د تذکرو د وېش له ادارې غوښتنه کوي چې دا پروسه دې وغځوي.

هغه وايي: ((دا پروسه دې يوه مياشت نوره هم وغځوي چې ټولو ته تذکرې ورسيږي او موږ غواړو چې خپل حقوق ترلاسه کړو، نو تذکرې چې ونه لرو هېڅ پرمختګ نه شو کولی، تذکرې خو زموږ حق دی چې بايد يې ولرو.))

د نسيمې په نوم د دې ولايت يو بلې مېرمنې خپلو خبرو کې وويل، لکه څه ډول چې سړيو ته تذکرې ورکول کېږي، همدا ډول مېرمنې هم ددې ټولنې يو جز دی او چې په هر قيمت وي، دوی ته بايد خپل حق ورکړل شي.

هغې زياته کړه: ((راتلوونکې ټاکنې زموږ لپاره ډېرې مهمې دي، موږ غواړو چې ځانته يو ښه کانديد وټاکو، څو زموږ د ژوند او زموږ د اولادونو راتلوونکی وټاکي، زموږ د وطن سرنوشت وټاکي او زموږ راتلوونکى همدغو مشرانو پورې تړلی دی.))

په همدې حال کې د خوست د ښځو چارو رييسې ملالۍ ولي وويل چې په دې ولايت کې مېرمنو ته د تذکرو د وېش پروسه ډېره کم رنګه ده او له مسوولو چارواکو ددغې پروسې د ګړنديتوب غوښتنه کوي.

هغه زياتوي: ((راتلوونکي انتخابات به ډېر نيمګړي وي ځکه د خويندو برخه به په کې نه وي، دا چې ښځو ته په کمه سترګه کتل کيږي، په خوست کې ښځو ته د تذکرو د وېش په برخه کې هيڅ اجرات نه دي شوي او د تذکرو د وېش ولايتي اداره کې د تغيراتو غوښتنه کوو.))

په ورته وخت کې د تذکرو د وېش ولايتي ادارې مشر افضل فطرت پژواک خبري اژانس سره خبرو کې پر ده لګېدلی تور بې بنسټه بولي او وايي، چې تر پرون ورځې پورې په خوست کې ۳۲ زره تذکرې توزيع شوې دي، چې په دې کې ۲۴ زره ښځو ته وېشل شوې دي.

نوموړی وايي: ((اوس چې ځيني خلک انتقاد کوي هغه کانديدانو را پورته کړي او په يو ځای کې يې مېرمنې راټولې کړې وي او د ځانګړي مرکز غوښتنه کوي دا موږ نه شو کولی، زموږ ټيم د ولس لپاره دی نه د کانديدانو لپاره.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.