ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۳.۷ميليون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي

۳.۷ميليون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي

author avatar
3 Jun 2018 - 17:41
۳.۷ميليون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي
author avatar
3 Jun 2018 - 17:41

کابل(پژواک،۱۳غبرګولی۹۷): يو تازه راپور ښيي چې په افغانستان کې نا امنۍ او ځينې دودونه ددې لامل شوي چې تر ۳.۷ميليون ماشومان چې ۶۰سلنه يې نجونې جوړوي، ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي.

د هغو ماشومانو د شمېر او وضعيت په اړه د پوهنې وزارت، له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق (UNESEF)، د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې  (USAID) او سموييل هال موسسې (SAMUEL HALL) له خوا ترسره شوې ګډې سروې راپور کې راغلي چې په دې وروستيو کلونو کې خراب امنيتي وضعيت، بې وزلۍ او د توپير (تبعيض) پراختيا ددې لامل شوې چې د ۱۳۸۱-۱۳۹۵کلونو ترمنځ ښوونيزې لاسته راوړنې ډېرې کمې شي.

د پوهنې وزارت او له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په راپور کې راغلي چې کندهار، هلمند، ميدان وردګ، پکتيکا، زابل او اروزګان هغه ولايتونه دي چې له ښوونځي څخه بې برخې ماشومان په کې ډېر دي.

په دغه راپور کې په ډاګه شوې چې د استوګنې سيمې څخه د بې ځايه شويو او د ماشومتوب په دوران کې واده،ښوونځي ته د ماشومانو د شاملېدو پر چانس د پام وړ اغېزه درلودلې ده.

سرچينې دغه راز ليکلي چې د ښځينه ښوونکو کمښت، نا امنۍ او د ښوونځيو کمزوری سيستم هم ددې لامل شوى چې په زيانمنو سيمو کې د تعليمي خدمتونو بهير تر بل هر وخت ډېر اغېزمن کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست ميرويس بلخي نن په کابل کې ددغه راپور وړاندې کولو پرمهال وويل چې د ياد راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د ۷ او ۱۷کلونو ترمنځ عمر لرونکي کابو نيمايي ماشومان چې شمېر يې شاوخوا ۳.۷ميليون تنو ته رسېږي،له ښوونځيو څخه بې برخې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.