ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې تر نارینه وو ښځو ډېره نوم لیکنه کړې

دایکنډي کې تر نارینه وو ښځو ډېره نوم لیکنه کړې

author avatar
3 Jun 2018 - 13:49
دایکنډي کې تر نارینه وو ښځو ډېره نوم لیکنه کړې
author avatar
3 Jun 2018 - 13:49

نيلى (پژواک، ١٣ غبرګولی ٩٧): د دایکنډي ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر وايي، په دغه ولايت کې د نارينه وو په پرتله ډېرې ښځې د نوم ليکنې مرکزونو ته تللې او د ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه کړې ده.

په یاد ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سرپرست هلاکو انصاري د پژواک خبري اژانس خبريال ته وويل هغه شمېرې چې د رايې ورکونکو د نوم لیکنې له پیل څخه تر اوسه راټولې شوې دي ښيي چې تر اوسه ۸۳ زره په شرایطو برابرو کسانو نوم لیکنه کړې او  له ۴۵ زرو څخه ډېرې یې ښځې دي.

نوموړى د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو له پراخې ونډې اخیستو څخه خوښي څرګندوي او وايي، سره له دې چې په دغه ولايت کې ډېری ښځې تذکرې نه لري خو د تذکرو له وېش وروسته د نارينه وو په نسبت ډېرو ښځو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

انصاري زياته کړه: ((په دایکنډي ولايت کې ډېری نارينه په مسافري تللي او د هغه پر تذکرو د سټېکر لګول د هغوی امنيت له ګواښ سره مخ کوي نو له دې امله دغه ځل د تېرو ټاکنو په نسبت د نارينه وو ګډون کم دی.))

هغه وایي، هیله لري چې د ټاکنو په پيلېدو سره به په دغه ولایت کې خلک د تېرو ټاکنو په ډول د رايي ورکولو مرکزونو ته ډېر خلک ولاړ شي، خو د راټولو شوو معلوماتو له مخې، په ټاکنو کې د خلکو ونډه د تېرو ټاکنو په پرتله کمه ده.

۴۵کلنه رخشانه چې د رايې ورکولو د نوم ليکنې په يوه مرکز کې يې خپل نوم ليکلی، پژواک ته وويل، ددې لپاره يې نوم ليکلی چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او داسې چاته رايه ورکړي چې خلکو ته خدمت وکړي.

 دغه مور چې زوی يې يو کال مخکې د ملي پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله او په يوه پېښه کې يې له لاسه ورکړی وويل:" د هرې مور دا هيله ده چې بچيان يې شهيدان نه شي، زه له ټولو ميندو غواړم چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او رايه ورکړي څو په هېواد کې امنيت خوندي شي او ارامي راشي."

 د معصومې په نامه ځوانه نجلۍ چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه يې خپل نوم ليکلی وويل چې د ټاکنو په ګډون په سياسي پروسو کې برخه اخيستل د هېواد د هر وګړي حق دی او بايد له دې حق څخه په ښه توګه استفاده وکړي.

 نوموړې زياته کړه:" موږ غواړو چې په ټاکنو کې داسې کس ته رايه ورکړو چې د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړی شي او ددې کار يواځېنې لاره په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او هوښيار انتخاب دی."

 

په دغه ولايت کې د مدني ټولنو له لوري په ترسره شوو شمېرو کې د عامه پوهاوي کموالی،د ځينو کړيو له لوري پر تذکرو د سټېکر د وهلو په اړ ه منفي تبلیغات، د تذکرو د وېش د ګرځنده ټېمونو کموالی او د ټاکنو د خپلواک کمکېسيون اوسنی حالت په ځانګړي ډول خلکو ته د کم عامه پوهاوي ورکړه په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون لاملونه بولي.

د دغه ولايت يو تن مدني فعال خادم حسین میرزاد وايي: (( له بده مرغه په دې دوره کې د عامه پوهاوي د ټېمونو د کموالي برسېره يو شمېر منفي تبلیغاتو د نوم لیکنې پر بهیر بدې اغېزې کړې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.