کابل(پژواک،۱۳غبرګولی۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې شمېر کابو ۴.۸ميليون تنو ته رسېدلی، خو لا تر اوسه د رايې ورکوونکو په سلګونو مرکزونو کې د نوم ليکنې زمينه نه ده برابره شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې تر پرون پورې د ولايتونو او ولسواليو په مرکزونو کې پر شرايطو برابرو له څلور ميليون، ۷۸۸زره ډېرو کسانو( نارينه، ښځې، کوچيان او هندوان) خپل نومونه ليکلي دي.
هغه وويل چې له دې کسانو څخه څه باندې ۳ميليون او ۱۶۸زره نارينه، يو ميليون او ۵۲۸زره ښځې، تر۹۰زره او ۷۰۰ډېر کوچيان او ۵۱۲تنه هندوانو او سکانو خپل نومونه ليکلي دي.
نوموړي زياته کړه:"موږ تمه نه درلوده چې login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن