ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د وترنرانو د روزنې او حيواني ناروغيو د کنټرول مرکز چارې پيل شوې

پکتيا کې د وترنرانو د روزنې او حيواني ناروغيو د کنټرول مرکز چارې پيل شوې

author avatar
3 Jun 2018 - 17:10
پکتيا کې د وترنرانو د روزنې او حيواني ناروغيو د کنټرول مرکز چارې پيل شوې
author avatar
3 Jun 2018 - 17:10

ګردېز (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٧): د سوېل ختيځ په مرکز ګردېز کې د زون په کچه د وترنرانو د روزنې او بېلابېلو حيواني ناروغيو د تشخيص او تداوي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيا د کرنې رييس وليد احمد تسل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې مرکز په جوړېدو شاوخوا اووه ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د وترنرانو د اتحاديې (EVA) او جاپان سفارت له خوا ورکول کېږي.

د ده په وينا، په دې مرکز کې د حيواناتو د روزنې او د هغوی د ناروغيو د کنټرول لپاره وترنرانو ته روزنه ورکول کېږي او په جوړېدونکي مجهز لابراتوار کې به په مرغانو، چرګانو او حيوانانو کې د پېښېدونکو ناروغيو تشخيص او تداوي کوي.

هغه زياته کړه: ((په دې برخه کې يوه ستونزه چې موږ ډېر ور سره مخ شوي يو، د ګاونډي پاکستان څخه د حيواني ناروغيو را انتقال دی، چې په بېلابېلو وختونو کې په مرغانو، چرګانو او حيواناتو کې را انتقاليږي، چې ښه مثال يې دا څه وخت مخکې د انفلونزا ناروغي وه. هغوی هغو چرګو ته چې د هګيو د توليد موده يې ختمه شي، مصنوعي هورمونونه او کيمياوي درمل تزريقوي چې غوښه واخلي، چې له هغو څخه سرطانونه پيدا کېږي او فکر کوم په دې وروستيو کې د سرطانونو د زياتېدو يوه وجه هم دا ده، خو د داسې مرکزونو له لارې عامه پوهاوی هم کېدی شي او مخنيوي او تداوي يې هم.))

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي، زراعت اساسي برخه ياده کړه او په دې اړه يې بزګرانو او مالدارانو ته د لا زياتو اسانتياوو په رامنځته کېدو ټينګار وکړ.

ده وويل: ((د دې مرکز خدماتي ارزښت زيات دی او د زون په سطحه ټولو مالدارانو ته چې لاسرسی لري، خدمات وړاندې کوي او په دوه پوړه کې جوړيږي. زموږ د خلکو ډېره تکيه په زراعت او مالداري ده او په کار دا ده چې له زيانونو د بچ کېدو او حاصل ښه کېدو لپاره يې زيات لاسنيوی وشي.))

د سوېل ختيځ زون د وترنرانو اتحاديې مرستيال او وياند ډاکټر غازي وايي چې دوی اوسمهال په درې اساسي برخو کې کار کوي، چې د وترنرانو روزنه، د ناروغيو تشخيص او د واکسين د بانک جوړول دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((له دې مرکز څخه به د هر ډول امراضو لپاره واکسينونه هم توزيع کيږي او مهمه دا چې هره ورځ په علمي نړۍ کې پرمختګونه کېږي او نوي شيان راوځي، نو زموږ ډاکټر صاحبان هم له هغو خبرېدو ته ضرورت لري، نو دا سنټر به د محلي امراضو په پېژندنه او کنټرول کې اساسي رول ولري.))

مالداران وايي چې ستونزې يې ډېرې دي او لا هم په پخوانۍ دوديزه طريقه مالونه ساتي، چې کمه ګټه ترې تر لاسه کوي.

د دوی له ډلې زيارت ګل پژواک ته وويل: ((موږ ډېر ضرورتونه لرو، اول بايد د هغو مرضونو ټريننګونه راکړل شي چې له حيواناتو، انسانانو ته انتقاليږي، بل موږ سېمپل ګيري ته ضرورت لرو، موږ چې کابل يا نورو لايتونو ته سېمپل وړو، بايد خراب نه شي او هغه ټرېننګونه او اسانتياوې چې په کابل کې دي، بايد دلته هم برابرې شي.))

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي چې په دې ولايت کې تر ډېره پانګه والو ته د پانګونې او فعاليت امکانات او شرايط برابر شوي او ياد مرکز هم د خصوصي سکتور له خوا جوړيږي.

عالميار پژواک ته وويل: ((واقعا دا د خصوصي سکتور له خوا بل مهم ګام دی او اقتصادي ارزښت يې ډېر زيات دی، هم مالدارانو ته زياته ګټه لري او هم خصوصي سکتور ته؛ موږ له نورو سرمايه ګذارانو هم غواړو چې دلته سرمايه ګذاري وکړي او موږ همکاري ته اماده يو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.