د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

۳.۷ميليون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي

۳.۷ميليون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي

Jun 03, 2018 - 17:41

کابل(پژواک،۱۳غبرګولی۹۷): يو تازه راپور ښيي چې په افغانستان کې نا امنۍ او ځينې دودونه ددې لامل شوي چې تر ۳.۷ميليون ماشومان چې ۶۰سلنه يې نجونې جوړوي، ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي.

د هغو ماشومانو د شمېر او وضعيت په اړه د پوهنې وزارت، له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق (UNESEF)، د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې  (USAIDinfo-icon) او سموييل هال موسسې (SAMUEL HALL) له خوا ترسره شوې ګډې سروې راپور کې راغلي چې په دې وروستيو کلونو کې خراب امنيتي وضعيت، بې وزلۍ او د توپير (تبعيض) پراختيا ددې لامل شوې چې د ۱۳۸۱-۱۳۹۵کلونو ترمنځ ښوونيزې لاسته راوړنې ډېرې کمې شي.

د پوهنې وزارت او له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په راپور کې راغلي چې کندهار، هلمند، ميدان وردګ، پکتيکا، زابل او اروزګان هغه ولايتونه دي چې له ښوونځي څخه بې برخې ماشومان په کې ډېر دي.

په دغه راپور کې په ډاګه شوې چې د استوګنې سيمې څخه د بې ځايه شويو او د ماشومتوب په دوران کې واده،ښوونځي ته د ماشومانو د شاملېدو پر چانس د پام وړ اغېزه درلودلې ده.

سرچينې دغه راز ليکلي چې د ښځينه ښوونکو کمښت، نا امنۍ او د ښوونځيو کمزوری سيستم هم ددې لامل شوى چې په زيانمنو سيمو کې د تعليمي خدمتونو بهير تر بل هر وخت ډېر اغېزمن کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست ميرويس بلخي نن په کابل کې ددغه راپور وړاندې کولو پرمهال وويل چې د ياد راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د ۷ او ۱۷کلونو ترمنځ عمر لرونکي کابو نيمايي ماشومان چې شمېر يې شاوخوا ۳.۷ميليون تنو ته رسېږي،له ښوونځيو څخه بې برخې دي.

د نوموړي په وينا،د پوهنې وزارت ټولې هڅې، وړتياوې او ژمنې پردې را څرخي چې بې سوادي له منځه يوسي، په ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو کې داسې کسان جذب کړي چې له ښوونځي او ليک لوست څخه بې برخې دي.

هغه زياته کړه:" يو شمېر ماشومان د نا امنۍ، سيلابونو، وچکالۍ، بېرته را ستنېدنې او يو شمېر دوديزو ستونزو له امله له ښوونځي څخه بې برخې شوي، خو هغه تريخ حقيقت چې موږ په معارف کې ورسره مخ يو، د افغانستان ۴۴سلنه د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان، له ښوونځي څخه بې برخې پاتې شوي دي."

په افغانستان کې له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق استازي ادېل خضر وويل، ياد شوې شمېرې د اندېښنې وړ دي، خو په دې برخه کې پرمختګ او هيله هم شته.

هغه د ښوونيزو فرصتونو برابرولو لپاره د ژمنو پر بيا نوي کولو په ټينګار سره زياته کړه:" اوسنی وضعيت هغه مهال د افغانستان لپاره د غوره انتخاب په توګه ګنل کېږي چې موږ ونه شو کړای چې هر ماشوم له خپل ښوونيز حق څخه برخمن کړو."

د هغه په وينا، کله چې ماشومان ښوونځي ته ولاړ نه شي، هغه مهال د ناوړه استفادې، له ماشومانو څخه ګټې اخيستنې په شان ناوړه خطرونو کچه لوړېږي.

هغه زياته کړه چې شاوخوا ۸۵سلنه نجونې او هلکان چې د ښوونځي لومړنۍ دوره پيلوي، وروستی ټولګی يې ختموي، په داسې حال کې چې ۹۴سلنه هلکان او ۹۰سلنه نجونې چې د ښوونځي ثانوي دوره پيلوي، وروستی ټولګی يې ختموي.

ښوونځيو ته د ماشومانو په ځانګړې توګه نجونو جذبولو ته پاملرنه په ځانګړې توګه هغو ولايتونو کې چې دغه ستونزه ډېره ده، د مذهبي او نورو اړونده ډلو د مشرانو په همکارۍ سره د ښځينه ښوونکو استخدام او د هغوی د وړتيا کچې لوړول او د ماشوم توب په عمر کې د واده ستونزې ته رسېدنه او داسې نور هغه وړانديزونه دي چې له ښوونځي څخه د ماشومانو د بې برخې توب ستونزې د حل لپاره په افغانستان کې له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق ياد لوړ پوړي چارواکي مطرح کړل.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement