ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزير:د لس سلنه مخابراتي محصول راټولولو پروسه رڼه ده

د مخابراتو وزير:د لس سلنه مخابراتي محصول راټولولو پروسه رڼه ده

author avatar
4 Jun 2018 - 17:01
د مخابراتو وزير:د لس سلنه مخابراتي محصول راټولولو پروسه رڼه ده
author avatar
4 Jun 2018 - 17:01

کابل(پژواک،۱۴غبرګولی۹۷):د مخابرات وزير په داسې حال کې د لس سلنه مخابراتي محصولاتو راټولولو پروسې په رڼې بللو سره ، له دې جملې څخه د ۱۰.۵ميليارډ افغانيو راټولولو خبر ورکوي، چې د خلکو استازي دغه بهير روڼ نه ګڼي.

د وزيرانو شورا د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان له مخې، پر ټولو هغو کسانو چې له مخابراتي خدمتونو څخه کار اخلي، لس سلنه مخابراتي محصول وضع کړی او دغه کار د ۱۳۹۴ لمريز کال د تلې له لومړۍ نېټې څخه عملي شوی دی.

ددغې ماليې له عملي کېدو وروسته د ملي شورا ځينو استازو ويلي چې دغه بهير روڼ نه دی او بايد د روڼتيا لپاره يې مناسب سيستم رامنځ ته شي.د مخابراتو وزارت ژمنه کړې وه چې دداډول اندېښنو د لرې کولو لپاره به(Real Data Management) سيستم رامنځ ته کړي.

د مخابراتو وزير شهزاده ګل اريوبي نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې ددغه محصول راټولولو پروسه رڼه وبلله او ويې ويل چې له مخابراتي شرکتونو څخه ترلاسه شوي عوايد نېغ په نېغه مرکزي بانک ته لېږدول او ددولت خزانې ته داخلېږي.

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه د ياد محصول له لارې څه باندې لس نيم ميليارډ افغانۍ راټولې شوې دي.

خو هغه وويل چې د ياد شوي سيستم رامنځ ته کولو کار چې ټاکل شوې وه ددغو پيسو راټولولو لپاره جوړ شي، تر اوسه نه دی نهايي شوی، ځکه په طرز العمل کې بدلونونه رامنځ ته شول او دا کار يې ځنډولی دی.

اريوبي زياته کړه، دا دويم ځل دی چې د سيستم د پلورلو موضوع  تدارکاتي کمېټه کې تر ارزيابۍ لاندې ده او دوه شرکتونه مشخص شوي چې دغه سيستم نصب شي.

نوموړي وويل چې دغه سيستم د هغه پروپوزل له مخې چې شرکتونو وړاندې کړی، څلور ميليون امريکايي ډالره لګښت لري.

خو د جرګې غړي د مالياتو راټولول شفاف نه ګڼي.

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون مشر قيس حسن وويل:" هغه شمېرنې چې وزير صاحب وړاندې کړې، له هغو شمېرنو سره چې مخابراتي شرکتونو په رسمي ډول زموږ کمېسيون ته د استعلام په ډول وړاندې کړي، له ځمکې تر اسمانه توپير لري، موږ څو ځله وغوښتل چې د يادې پروسې څارنه وکړو، خو حکومت اجازه را نه کړه، که موږ اوس ډېر ټينګار وکړو، حکومت دوسيه راته جوړوي."

هغه زياته کړه چې د مخابراتي خدمتونو له استفاده کوونکو څخه د ماليې په راټولولو کې خيانت شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.