ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار له زندان څخه ۱۰۵ بندیان خوشې شول

د کندهار له زندان څخه ۱۰۵ بندیان خوشې شول

author avatar
4 Jun 2018 - 17:14
د کندهار له زندان څخه ۱۰۵ بندیان خوشې شول
author avatar
4 Jun 2018 - 17:14

کندهار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۷): د کندهار له زندان څخه ۱۰۵ بندیان خوشې شول او د ۴۴ نورو د بند موده کمه شوه.

دغو بندیانو د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور څو کلونه په دغه زندان کې تېر کړي وو.

د بندیانو د خلاصون په مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د استېناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوشان او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د کندهار د استېناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوهشان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسمشر د یوه ځانګړي فرمان له مخې چې د غويي د اتمې په مناسبت یې ورکړی و ۱۰۵ بندیان خوشې شول او د ۴۴ نورور د بند موده کمه کړای شوه.

په خوشې شوو کې ۵ تنه ماشومان هم شامل دي.

هغه زیاته کړه، دغه زندانيان د جنايي جرمونو په تور بندیان وو او د خپلو جرمونو په تناسب یې په زندان کې د بند بېلابېلې مودې تېرې کړې دي.

د کندهار والي له خوشې شوو بندیانو وغوښتل چې بیا جرم و نه کړي او د سالمو انسانانو په څېر په ټولنه کې ژوند وکړي.

له زندان څخه خوشې شوو بندیانو ویل چې د خپلو جرمونو سزا یې لیدلې او نور به د قانون خلاف کارونه نه کوي.

د سلام په نوم یوه بندي چې شاوخوا یو کال یې دغلته بند تېر کړی، له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په ځانګړې پېرزوینه یې  هغوی ازاد شول.

ده وویل، په زندان کې تېره شوې موده یې د ژوند ترخه خاطره ده، خو اوس یې هیله د اده چې په ټولنه کې د یوه ښه انسان په توګه ژوند وکړي او بیا کله هم جرم ته مخه  و نه کړي.

د کندهار په زندان کې ۱۹۱۵ تنه بندیان دي چې ۲۷ تنې یې ښځې دي، په داسې حال کې چې دغه زندان د شاوخوا ٩٠٠ کسانو لپاره جوړ شوى دی.

د کندهار زندان د ښار لوېديځ پلو د سرپوزې په سيمه کې د کندهار- هرات پر لويه لاره په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرادر محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د لږ شمېر بنديانو لپاره جوړ شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.